رشید افغان
شخړه هم له لغوي او هم له اصطلاحي اړخه كوم واحد تعريف نه لري. شخړه په لغت كې ناهمغږي، كړكېچ، لفظي او فزيكي سپكاوي، دښمنۍ، ازارول، سيالي او داسې نورو پديدو ته ويل کېږي. همدارنګه شخړې ته په عربي ژبه كې منازعه وايي. په چينايي ژبه كې د خطر او مساعد وخت په مانا راغلې او په لاتيني ژبه كې بيا د دوو شيانو د نښلېدلو له امله د درېيم شي د لاس ته راتلو په مانا راغلې ده.
شخړه له اصطلاحي اړخه هم ډېر تعريفونه لري، ځينې يې دا دي؛
شخړه هغه نه موافقت دی چې ډلې پكې اخته كېږي او خپلو اړتېاوو، ګټو او علاقو ته تهديدونه پكې ويني.
شخړه هغه وخت رامنځ ته كېږي، كله چې اشخاص او ډلې هغه څه چې غواړي او يا اړتيا ورته لري، په لاس نه راوړي او د خپلو ګټو ترلاسه كولو په هڅه كې وي.
شخړه د خلكو تر منځ د مخالفو اړتياوو، نظريو، عقيدو، ارزښتونو او موخو په سر دعوه او منازعه ده.
شخړه عبارت ده له يو بهيره عبارت ده، كله چې يو اړخ پر دې پوه شي چې مقابل لوری په منفي توګه له ده اغېزمن شوی دی او يا ده پخپله د هغه څه په اړه چې اندېښنه لري، منفي برداشت تر لاسه كړي.
د پرتنيو څرګندونو څنګ ته شخړه بشپړه داسې تعريفوو؛
شخړه د هغو دوو يا ډېرو خواوو «كسانو، ډلګيو، څانګو، سازمانونو يا هېوادونو…» تر منځ د نه موافقت يوه پروسه ده چې وانګېري مخالفې موخې، ارزښتونه او علاقې لري.
د شخړې ډولونه
شخړه ډېر ډولونه لري، شخړه كېدای شي، د ځان په اړه وي يا شخړه كېدای شي د دوو شخصيتونو، ډلګيو، سازمانونو، سكټورونو، هېوادونو، نظامونو تر منځ او يا هم نړيواله وي. دلته هغه شخړې چې په سازمانونو كې پېښېږي تر بحث لاندې نيسو چې په لاندې ډولونو وېشل شوي دي.
ا. ذات البيني شخړه
ذات البيني شخړه په يوه سازمان كې د دوو غړيو تر منځ د شخصيتونو توپير له امله پېښېږي. په دې شخړه كې ښكېل دوه كسان، كېدای شي د يوې ځانګې «ډيپارټمنټ» يا ډلې او يا په مختلفو څانګو يا ډلو پورې تړلي وي.
ب. جوړښتي شخړه
جوړښتي شخړه په يوه سازمان كې د دوو خواوو تر منځ د كار د وېش له امله پېښېږي. په دې ډول شخړه كې ښكېلې خواوې كېدای شي په لاندې ډول وي؛
دواړې خواوې يې دوه تنه وي. يوه خوايي يو تن او بله يې يوه ډله او يا يوه څانګه وي.
دواړې خواوې يې له ډلو، ګروپونو او يا څانګو څخه وي.
كله كله دا ډېره ګرانه ده چې جوړښتي شخړې له ذات البيني شخړو بېلې كړو، ځكه په ډېرو واقعاتو كې جوړښتي شخړې په جدي او سختو ذات البينې شخړو بدلېږي. د انسانانو لپاره دا ډېره ګرانه ده چې په جوړښتي شخړه كې دې ښكېل وي، خو د ذات البېنې شخړې په نسبت دې په بشپړه توګه لاس تړلی پاتې شي.
پورتنۍ دوه ډوله شخړې په سازمان كې دننه پېښېږي، خو كېدای شي شخړه د دوو سازمانونو تر منځ د موخو د توپير يا د موقف لاس ته راوړلو له امله له سازمانه بهر پېښه شي چې وروستی ډول شخړه يا په څو اړخيزه انحصاراتو پای ته رسېږي او يا د يوې خوا د ماتې او د بلې د برياليتوب سبب كېږي، دا ډول شخړې د دولت په مداخله كابو كېدای شي.