یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحسن عسکري: عربانو ته الله تېل ورکړي پاکستان ته الله افغانستان ورکړی...

حسن عسکري: عربانو ته الله تېل ورکړي پاکستان ته الله افغانستان ورکړی دی

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۸ مه) پاکستانی سیاستوال حسن عسکري رضوي وایي، عربي هېوادونو ته خدای پاک تېل ورکړي او پاکستان ته یې افغانستان ورکړی دی.

ښاغلی عسکري دا خبرې په یوه ویډیو کلېپ کې چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیږي خو د ثبت وخت یې معلوم نه دی،‌ کړي دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پسې وروسته د دویم پاکستاني پر حال یا لیرې شوي سیاستوال خبرې دي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ور روانو امتیازاتو په هکله یې کوي.

حسن عسکري په خپلو خبرو کې وایي، په ۱۹۷۰مو کالونو کې په پاکستان باندې بندیزونه لګېدلي وو خو په افغانستان باندې د شوروي اتحاد په یرغل سره بندیزونه لیرې کړای شول او پاکستان ته پراخې پیسې په لاس ورغللې.

نوموړی وایي، په دوه زرمو کالونو کې بیا په پاکستان باندې بیندیزونه لګېدلي وو خو ۲۰۰۱ کال راغی، بیا ورسره له فرصت نه په استفادې سره پراخې پیسې راغللې.

حسن عسکري د سیاسي چارو پوه، څېړونکی او د پوځي چارو تحلیلګر دی چې په ۲۰۱۸ کې د لنډې مودې لپاره یې د پنجاب ایالت د سر وزیر په توګه کار کړی دی. نوموړی د مقایسوي سیاست، هستوي وسلو او د خپل هېواد د داخلي سیاست په برخه کې د کار کولو له امله مشهور دی.‌

تاریخي اسناد ښيي چې، په افغانستان کې په ۱۹۷۰مو کالونو کې د سردار محمد داودخان د واکمنۍ پر وخت د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او جلال الدین حقاني په شمول یو شمېر افغان محافظه کاران او مذهبي بنسټګران د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) له خوا جذب شول چې په نظامي برخه کې یې د روزنو له ورکولو څخه وروسته افغانستان ته د نظام پر ضد د وسله والې مبارزې لپاره راولېږل.

ویل کیږي چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته، پاکستان په افغانستان کې د جنګ میدان ته د لوېدیځ پښه راکاږله او د کابل حکومت وسله والو مخالفینو ته یې پراخې پیسې او وسلې ور جلب کړلې.

په افغانستان کې د شوروي عسکرو د ۹ کلن حضور پر وخت لوېدیځ او عربي هېوادونو د پاکستان د پوځي او استخباراتي چینلونو له لارې له وسله والو ډلو سره په میلیاردونو ډالر مرستې وکړلې چې ویل کیږي نژدې ۸۰٪ یې پاکستاني جنرالانو خپلو جیبونو ته واچولې او ورسره یې د خپل هېواد لپاره پراخ پوځي وسایل ترلاسه کړل.

په ۱۹۹۲ کې په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د کمونست پلوه واکمنۍ له سقوط څخه وروسته، د پاکستان استخباراتي ادارې د جمعیت او حزب په شمول تنظیمونه د واک ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته راولېږل چې کابل ته په رسېدلو سره یې یو بل ته ښکر اړم کړل،‌ کابل ښار یې په کنډوالو او د هېواد ولایتونه یې په ملوک الطوایفیو باندې بدل کړل.

د تنظیمونو تر منځ جنګ تر هغه روان وو چې په ۱۹۹۵ کې د کندهار له سپین بولدک څخه د طالبانو ډلې سر راوواهه او وروسته د کرنیل امام په نامه یادښتونه کتاب کې ادعا وشوه چې د طالبانو مشران د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي راهیسې د هغه له خوا تربیه شوي او د همداسې یوې ورځې لپاره ساتل شوي ول.

طالبانو په ۱۹۹۶ کې کابل ونیو او تر ۲۰۰۱ پورې یې تر هغه وخت واک وچلاوه چې په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته شوه او متحده ایالاتو د خپلو انډیوالانو په ملتیا او د پاکستان د پوځ په همکارۍ په افغانستان باندې یرغل وکړ، ګڼ شمېر طالب مشران یې په امریکا خرڅ کړل او نور یې تیت او پرک یې تر خپل وزره لاندې پټ کړل.

د دغې همکارۍ په نتیجه کې په پاکستان باندې د لویدیځو هېوادونو ولاړ په زرګونو میلیونه ډالر قرضونه معاف شول او د متحده ایالاتو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړله چې له ۲۰۰۱ راهیسې یې له پاکستان سره د دېرش میلیاردو ډالرو نورې مرستې کړي دي.‌

پاکستان چې ویل کیږي د سیمې لپاره د سرطان په ناروغۍ بدل شوی په ۱۹۴۷ کې په سیمه کې د برتانوي استعمار له پرله پسې ماتو او دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته د هندوانو او مسلمانانو د تاریخي هېواد هندوستان د وجود په ماتولو سره رامنځته شو چې تر اوسه پورې په کې انګریزي قانون چلېږي او په سیمه کې د برتانوي استعمار پلانونه پر مخ وړي.‌

1 COMMENT

  1. ولی د باسواده افغانانو په زخمونو لپې لپې مالګه اچوی؟ په ټول ملک کی دی پنځه تنه په دی خبرو پوهیږی هغوی مو لیونیان کړل او نورملت دی په خوب ویده دی له دی مسایلو خبر هم ندی. بد بختی خو داده چی آڅوک چی پوهیږی هیڅ نشی کولای خو تیاره ذهنه دی ټول واک او اختیار لری او ښه په وسلو سمبال دی چی خبره وکړی دستی دی سر تر وزر لاندی کوی . په دی خبرو پسې مه ګرځئ. همداسی ویده ملت ښه یاست همداسی د سعودی تیل ښه یاستت. خدای(ج) مو ګوری چی دا ورځ یی درباندی راوستی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب