شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د مریخ دا سترګه موږ ته ګوري؟

د مریخ دا سترګه موږ ته ګوري؟

تاند- مریخ زموږ د کُرې په شاوخوا کې تر ټولو په زړه پورې سیاره ده. انسانان له ډیرو کلونو راهیسې فکر کوي چې مریخیان د مځکې د کرې ګاونډیان دي او یوه ورځ به زموږ پر کُرې حمله وکړي. په دې موضوع ګڼ تخیلي فلمونه جوړ شوي دي او له همدې کبله انسانان له مریخ او د دې سیارې له رازونو سره ځانګړې لېوالتیا لري.

د دې عکس په اړه هم ډیر ګومانونه شوي. ځینو ویلي چې دا د مریخیانو سترګه ده او زموږ کُرې ته راګوري. د اروپا د فضايي ادارې د ستوربیړۍ وروستی عکس هم دا سترګه لا څرګنده راښيي.

دا د سترګې په شان ژور ځای ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او پلنوالی لري. د مریخ په جنوبي نیم کره کې دی. دا سیمه (Aonia Terra) نومول شوې ده.

ساینسپوهان وايي چې دا ژور ځای ۴ میلیارد کاله پخوا د سترو ټکرونو له کبله رامنځته شوې دی.

هماغه وخت شمسي منظومه د تکوین په لومړنیو پړاوونو کې وه او ستورې د جوړېدو په حال کې وو. په همدې مهال سترې تیږې چې په فضا کې لالهانده ګرځېدې، پر همدغه ځای لګېدلي او په نتیجه کې یې دا ژور ځای ایجاد شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب