Homeخبرونهزرداري: د ترهګرۍ او افغانستان اړوند ټولې پريکړې بايد پارلمان وکړي

زرداري: د ترهګرۍ او افغانستان اړوند ټولې پريکړې بايد پارلمان وکړي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏‏د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ټينګار کړی، چې د پاکستان له لوري د ترهګرۍ او افغانستان اړوندې پريکړې بايد د دغه هېواد پارلمان وکړي.

نوموړي دغه راز ويلي، چې د پاکستان له تحریک طالبان سره د سولې مذاکراتو فيصلې هم باید د پاکستان پارلمان ته پريښودل شي.

د هغه په وينا، دا غوښتنې یې د ګوند اړوندې دي، چې په خپله وروستۍ ځانګړې غونډه کې ېې ټینګار ورباندې کړی.

د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر او بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ویل کیږي له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د روانو خبرو، د افغانستان او ترهګرۍ په اړه د متفاوتو لیدلورو او نورو مسايلو په اړه د دغه هېواد د پوځي حاکمانو او ملکي حکومت تر منځ ناندرۍ په زیاتیدو دي.

د پاکستان له جوړیدو څخه تر اوسه، د دغه هېواد اصلي واګې، امکانات او صلاحیتونه د دغه هېواد له پوځ سره دي او نورې برخې او سیستمونه ېې ټول سمبوليک شکل لري.

د پیلپز ګوند، چې د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو سياسي وراثت کوي.

بینظیر بوټو په ۲۰۰۹ کې په داسې مهال، چې د پاکستان د پوځ او پوځي حکومت سیاستونه ېې نقدول، په يوه مرموز برید کې ووژل شوه.

د دغه برید مسؤولیت د پاکستان تحریک طالبان پر غاړه واخیست، خو شنونکي په دې دليل چې دغه ډله پوځ رامنځته کړې ده، د وژنې اصلي دليل پوځ باله.

1 COMMENT

  1. دا ټوله ترهګري د ISI استخباراتي شبکې، پنجابي پوځي مشین، مفسد سیاسي چارواکو او مذهبي سخت دریځو ډلو څخه سرچینه اخلي، افغانستان یواځې د ترهګرۍ قرباني او د ترهګرۍ د جګړې ځپل شوی هیوادی.
    که نړیواله ټولنه واقعا غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد ګامونه واخلي، نو د شمالي کوریا او ایران نه دې مخکې د پنجاب اسټبلیشمینټ په ضد دې بندیزونه او عملي سخت ګامونه واخلي. او افغانستان سره دې د ډیپلوماتیکو او ډیالوګ له لارې ټولې شخړې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...