یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیې تر ۱۸ زره ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي

ترکیې تر ۱۸ زره ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۰ مه) د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو کابو ۴ میاشتو کې یې تر ۱۸ زره ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنورۍ په ۱۷ مه افغانستان ته د الوتنو له پیلېدو سره سم یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې او تر اوسه پورې یې ۱۸ زره او ۲۵۶ تنه افغانستان ته استولي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ټولټال ۳۴ زره ۱۱۲ غیرقانوني کډوال له ترکیې ایستل شوي او هغو هیوادونو ته لېږل شوي چې ورڅخه راغلي وو.

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت په عین وخت کې ویلي چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې، چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی دی، ترکیې ته د افغان پناه غوښتونکو سېل ورمات شوی دی.

ترکیه هغو افغان کډوالو ته، چې ډېرې پیسې یې ورسره وړي او په ترکیه کې پانګونه پرې کوي، نه یوازې هرکلی وايي بلکې پاسپورټ هم ورکوي خو هغوی چې پیسې نه لري، بېرته افغانستان یا ایران ته لیږي.

د ترکیې حکومت پخوا هغو بهرنیانو ته، چې په دغه هیواد کې یې ۲ لکه امریکايي ډالر پانګونه کوله، پاسپورت ورکاوه خو اوس وايي چې د پاسپورټ د ورکولو لپاره دوه لکه ډالره کافي نه دي خو لا هم هغو کسانو ته چې په ترکیه کې کور واخلي اوږدمهاله ویزه ورکوي.

په ترکیه کې له ډېره وخت راهیسې د بهرنیانو په منځ کې تر ټولو ډېر کورونه ایرانیان او افغانان اخلي خو د اوکراین له جګړې وروسته ډېر کورونه روسان اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب