Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ وايي، ټي ټي پي ۳ میاشتني اوربند ته راضي کړای...

پاکستاني رسنۍ وايي، ټي ټي پي ۳ میاشتني اوربند ته راضي کړای شو

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د افغان ط بانو په هڅو او منځګړتوب پاکستاني طالبان حاضر شوي چې د پاکستان له حکومت سره درې میاشتنی اوربند وکړي.

دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د پخوانیو پاکستاني چارواکو په ګډون د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا یوه جرګه کابل ته راغله او له پاکستاني طالبانو سره یې د اماراتي چارواکو په منځګړتوب خبرې وکړې.

د پاکستان د نیوز انترنشنل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا موافقه د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي او د ۵۳ کسیزې جرګې د غړیو ترمنځ د خبرو په لومړي پړاو کې وشوه.

دا موافقه له دې سره سره شوې چې د ټي ټي پي ګڼ شمېر غړي له افغان طالبانو ګیله من دي چې دوی د افغانستان د حکومت خلاف له دې سره سره جګړې ته دوام ورکاوه چې ټول بهرني پوځیان وتل او د افغانستان قوانین اسلامي وو، خو پاکستاني طالبان اړ باسي چې د پاکستان انګریزي قوانین ومني.

دي نیوز ورځپاڼه د جرګې د یوه غړي پر اساس ادعا کوي چې دواړو خواوو پر درې میاشتني اوربند او د سولې د پروسې پر دوام سلا کړې ده.

ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک پر خپلو ځینو غوښتنو ټینګار کوي لکه دا چې قبایلي سیمې دې له خیبر پښتونخوا څخه بېرته بېلې شي.

خو د پاکستاني طالبانو اصلي غوښتنه په پاکستان کې د شریعت نفاذ دی. پاکستاني رسنۍ هڅه کوي چې دا غوښتنه کمرنګه وښيي.

د ټي ټي پي غړیو تل په دې ټینګار کړی چې د انګریزي قوانینو پر ځای دې اسلامي قوانین نافد شي او پوځ دې له قبایلي سیمو ووځي.

له بلې خوا د نیوز ورځپاڼې پر اساس، د پاکستان حکومت له ټي ټي پي څخه غواړي چې خپل تحریک منحل کړي، د پاکستان اساسي قانون ومني او بې وسلو پاکستان ته وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...