دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان د حکومت او TTP اوربند مو وکړ

مجاهد: د پاکستان د حکومت او TTP اوربند مو وکړ

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) ‏ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې د پاکستان د حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب په کابل کې د مذاکراتو د ترسره کيدو او اوربند خبر ورکړ.

نوموړي په يو لړ ټويټونو کې ویلي، چې د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.

مجاهد زیاتوي، چې دوی د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

د طالبانو ویاند نه دي ويلي، چې ياد شوي مذاکرات د طالبانو له اړخه کومې ډلې تنظيم کړي وو.

پرون رسنيو خبر ورکړ، چې د پاکستان د یوه قول اردو قومندان او د استخباراتي ادارې پخواني رييس جنرال فیض حميد له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو په هدف کابل ته تللی.

مخکې د یو لړ نورو داسې مذاکراتو کوربه توب د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني په خوست ولايت کې کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب