جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد پکتیکا په ۱۲ ولسواليو کې مخابراتي خدمتونه فعالیږي

د پکتیکا په ۱۲ ولسواليو کې مخابراتي خدمتونه فعالیږي

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) ‏ د پکتیکا ولایت طالب چارواکو ویلي، چې د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د فعالېدو په حال کي دي او پاتې نورې به هم په نږدې راتلونکي کې په عادي ډول فعالیت ته دوام ورکړي.

د پکتیکا د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژې رئیس مولوي محمد انور قیام وایي، چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې همدا اوس د مخابراتي انتنونو د فعالولو چارې په عملي ډول جریان لري.

ځايي خلکو ويلي، چې د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي له کبله ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی د طالبانو له واکمنیدو سره د مخابراتي خدمتونو د فعالیدو په هڅو خوښي ښودلې او د نورو خدمتونو د فعالیدو غوښتنه یې هم کړې ده.

د طالبانو يو شمېر منتقدین بيا وايي، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د مخابراتي خدمتونو د کم رنګه والي یو اصلي دلیل د طالبانو د نفوذ سيمو کې له مخابراتي شبکو څخه د دوی باج اخيستنه او دغه راز یې د کار ممانعت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب