شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد افراطي اقداماتو په دوام کې ښځو ته د طالبانو نوی فرمان...

د افراطي اقداماتو په دوام کې ښځو ته د طالبانو نوی فرمان صادر شو

تاند(شنبه، د ثور ۱۷ مه) په داسې حال کې چې ملیونونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، نړیوال نه حاضریږي چې د افراطي اعمالو په خاطر د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او د مقاومتونو په نوم د جګړو اور ورځ تر بلې په تودېدو دی، طالبانو په یوه بل پاروونکي اقدام کې اعلان وکړ چې ښځې باید سر تر پایه په چادریو کې پټې شي.

که څه هم د امربالمعروف وزارت له لوري ویل شوي چې باید ښځې له نارینه وو سره د مخامخېدو په صورت کې له سترګو پرته د بدن بله برخه ونه ښيي خو ټینګار کوي چې تر ټولو ښه حجاب چادري ده چې د ښځې مخ هم ښکاره نه شي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و.

طالبان، چې اکثریت یې د پاکستان د بلوچستان د ګردي جنګل او کوچلاغ په وروسته پاتې سیمو کې لوی شوي او یا یې ټول عمر په غرونو او کلیو کې په جګړو کې تېر شوی او له مدني ژوند سره بلد نه دي، مخکیني نسل یې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې هم ښځې مجبوره کړي وې چې چادرۍ پر سر کړي، ښوونځیو ته لاړې نه شي او په دفترونو کې کار ونه کړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي نن د ښځو لپاره د نویو مقرراتو د اعلانولو په مهال وویل:«موږ غواړو چې زموږ خویندې خوندي او عزتمن ژوند ولري.»

حنفي د حجاب د عملي کېدو په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دوی هغه څه کوي چې په اسلام یې ورته وايي.

ده زیاته کړه:«موږ ته تر بل هر څه اسلامي اصول او اسلامي نظریه مهمه ده، تر هر څه تېرېدای شو، خو د اسلام له یو حکم څخه نه شو تېرېدای.»

د سختدریځو طالبانو  د حجاب په طرحه کېویل شوي: «د حجاب د نه رعایتولو په خاطر په لومړي ځل دې د بې حجابه مېرمنې کور په نښه کړل شي، د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي. په دوهم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په درېیم ځل دې ولي درې ورځې حبس شي. په څلورم ځل دې یې ولي محاکمو ته وسپارل شي، چې په مناسبه سزا محکوم کړل شي.”

دا هم ویل شوي چې هغه ښڅځې چې حجاب نه رعایتوي او په دولتي ادارو کې کار کوي، له دندو دې لېرې کړای شی.

شیخ مولوي عبدالحکیم، مولوي نور محمد ثاقب، مولوي شهاب ‌الدین دلاور، مولوي فرید الدین محمود، مولوي نورالله منیر او مولوي نورالحق انور د ښځو د حجاب ارزولو لپاره د یوه پلاوي د غړیو په توګه ګومارل شوي دي.

1 COMMENT

  1. وقرن في بيوتكن ولاتبرجن تبرج الجاهلية الاولى
    قران خو د جلباب ويلي او جلباب له اورو تر زنانه لاندی تر پسو پوری ويل كيري او د بخمرهن يى ويلي چی د سر پروني يا تكري لپاره راحي، نو د چادري (برقعى) خو نه دي ويل شوي. د حجاب تعريف كى توله اسلامي نرى يوه خوله نه ده. د چا حجاب ومنو؟ طالبان دی لومری حانونه په پاکستان او نوره اسلامي نری د مسلمان په توگه ومني، نو بيا دى فرمانونه صادروي.
    حجاب د نارينه او جلباب د سحو لپاره دى.
    حوک چی د چا کور ته ورحي، نو هغه به حجاب مراعاتوي.
    سحه چی له کوره بهر وحي، نو جلباب به اغوندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب