د اسلام د سپېڅلي دین له مخې ښوونه او روزنه پر انسانانو، بې له تبعیضه پر ښځه او نارینه فرض کړای شوې ده. همدا ښوونه او روزنه ده چې انسانان د لمانځه، روژې او نورو فرایضو او د اړتیا وړ شیانو په اهمیت او ثوابونو پوهوي.
یو څوک چې د اوداسه په فرایضو پوه نه شي او یو څوک چې د قران کریم هغه برخه چې په لمانځه کې قرائت کېږي پوه نه شي، څرنګه کولای شي چې په سمه توګه لمونځ وکړي. د دغو ضروري شیانو پوهېدلو ته په ساده ټکو زده کړه او یا ښوونه وايي.
په همدې توګه په مادي او یا ظاهري ژوند کې هم خبره په همدې څېر ده. تر څو چې انسانان د اړتیا وړ شیانو په اهمیت او جوړولو ځان پوه نه کړي، تل به له ستونزو سره مخ او نورو ته به اړ وي. همغه دی چې وايي، علم زده کړه که په چین کې هم وي او یا پر دې ټینګار کېږي چې د علم زده کړه له زانګو څخه تر ګوره پورې ده.
د یوه فرد، ټولنې او یوه هېواد د پرمختګ لپاره ښوونه او روزنه ډېره اړینه ده. که چېرې د یوه هېواد وګړي د ښوونې او روزنې په جامه پټ وي، ټولنه به يې هوسا، د دښمنانو له توطئو او دسیسو سره به په اسانه مقابله کولای شي او نه به پرېږدي چې هېواد يې د نورو د ناولو لوبو ډګر شي.
په هغه ټولنه کې چې ښوونې او روزنې ته پاملرنه نه کېږي، نارینه به ټول وخت د پردیو د لاس وسله او مېرمنې به د خپلو اولادونه له روزلو عاجزې وي. په ښوونه او روزنه کې د افرادو تر څنګ کورنۍ، ټولنې او په لویه کچه هېوادونه هم راځي. ځکه که د هېواد په سطحه ښوونې او روزنې ته پاملرنه وشي، ورسره ټولنه سوکاله کېږي او کله چې ټولنه سوکاله شوه، طبیعي ده چې کورنۍ او افراد ټول پر هغه لار درومي چې اسلامي او انساني لاره وي.
د افرادو، کورنیو او ټولنې د ښې روزلو لپاره ژورو او پر ځای برنامو ته اړتیا وي، ځکه بې له يوې منظمې برنامې دا هر څه په خپله نه تر سره کېږي.
د افرادو د روزلو لپاره په هېواد کې د ښوونې او روزنې د سیستم رواجول، نارینه او ښځو ته په برابره توګه د شرایطو چمتو کول دا هغه څه دي، چې د هېواد په پرمختګ، د یوه اسوده او هوسا ژوند چمتو کولو او د يوې سالمې ټولنې په جوړېدا کې ګټور کار تر سره کېږي.
د کورنۍ د سمې روزنې په هکله د مېرمنو رول ډېر زیات دی، د يوې مور د زده کړې سره ټوله کورنۍ سالمه روزل کېږي او سالمې کورنۍ کولای چې ټولنې ته پر سم لوري حرکت ورکړي او بیا سالمې ټولنې د هېواد په پرمختګ کې ستر رول ادا کولای شي.
څومره د افسوس خبره ده چې زموږ د اړتیا وړ څیزونه له یوه پنسل، مېخ او ستن څخه نیولې بیا تر الوتکې پورې ټول پردي دي او موږ ترې بې له دې چې افسوس وکړو ګټه پورته کوو او یا تل له نورو څخه چې موږ ورته کافر او دښمن وایو د خیرات په تمه یو. یوه د خلاصون لاره شته او هغه زموږ یووالی او په اسلامي او ساینسي علومو زموږ پوهېدل دي.
راځئ له ځان غوښتنو او جهالت تېر شو، یوه او بل ته درناوی وکړو او ځانونه د علم او پوهې له لارې له نړۍ سره سیال کړو.
راځئ د هغه زمری په څېر شو چې پاتې شونې يې نور خوري، نه د هغه ګیدړې په څېر چې د زمري د پاتې شونو په تمه شپې او ورځې تېروي.