یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ملي بیرغ په ننګه غبرګونونه، افغانان سخت په غوسه خو سياستوال...

د ملي بیرغ په ننګه غبرګونونه، افغانان سخت په غوسه خو سياستوال غلي دي

تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) په ټولنیزو رسنیو کې زرګونو افغانانو د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د هغو اوامرو خلاف توند اعتراضونه څرګند کړي چې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ضد يې ورکړي دي.

د دې کمپاين په ترڅ کې زرګونو افغانانو د خپلو ټولنيزو رسنيو پر پروفایلونو د افغانستان د ملي بیرغ عکسونه لګولي او طالبان یې ورسره د مخالفت له کبله د پاکستان په لاسپوڅي توب تورن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري ‏د ملي راډیو ټلویزیون لپاره ټاکل شوي رييس او د طالبانو مرستيال وياند احمدالله وثیق د ملي بیرغ او د ملي ټلويزيون له لوګو ګانو څخه د ملي بيرغ د رنګونو د ايسته کیدو په اړه خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته د منسوبو اوامرو کره والی تايید کړی.

په دغه مکتوب کې د ملاهیبت الله اخوند زاده لخوا په ټولو رسمي ادارو کې د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د طالبانو د سپین بیرغ د لګولو امر شوی دی.

د طالبانو دا کار د زرګونو عامو افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل، چې د طالبانو ملاتړی هم دی، د دوی له دې پریکړې سره محتاطانه مخالفت کړی.

مشعل ویلي:«ملي بیرغ پیړۍ وړاندې د بریتانیا د یرغل د ماتې افتخار لري او دهېواد د یووالي سمبول دی. دا چې په خاصه تاریخي مقطع کې مظلوم واقع شو، باید پردی ونه کڼل شي؛ طالبانو تر سپین بیرغ لاندې امریکا او متحدان مات کړل، اوس ملي بیرغ له بل هرچا دوی ته سترګې په لار دی چې حیثیت ورکړي».

د خبریال ویبپاڼې چلوونکي ميرويس افغان په دې اړه داسې غبرګون ښودلی: « طالبانو ملي بیرغ له ټامیانو او غني سره مه تړئ او موږ ته د غني او ټامیانو پېغورونه مه راکوئ.
موږ د هغوی د فساد؛ خرتوبیو او هیواد پلورنې دغومره مخالف وو لکه ستاسو د ځینو افغانیت ضد کړنو او د پاکستان د غلامي چې مخالف یو. موږ يعنې ملت باندې ستاسو او ټامیانو هیڅ فرق نشته.»

‏د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني مرستيال هارون حکيمي د ملي بیرغ پر ضد د ملاهیبت الله اخوند زاده د امر د خپرولو ترځنګ داسې لیکلي:«له کابل څخه یوه مسئول راته ویل:(د مولوي هبت الله فزیکي حضور یوه معما ده. هیچا نه دی لیدلی خو لیکلي پيغامونه یې د یوې پاکستانۍ وټسآپ شمېرې څخه راځي چي ټولو د ده په نامه ثبت کړې ده.)دغه فرمان کټ مټ همدا خبره کوي. که سړی وای اول به یې ږغیز پيغام ورکړی وای کنې نو لاسلیک خو به یې کاوه.»

د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل هم د طالبانو له يادې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی.

نوموړي ويلي: «‏حکومتونه بايد لومړيتوبونه وټاکي، ټولې هغه کړنې چې له امله يې ملي وحدت زيانمن کيږي او ولس پرې له حکومت سره فاصلې پيدا کوي، بايد ترې ډډه وشي، په حقيقت کې ملي بيرغ کومې ډلې، سمت او يا هم قوم پورې محدود ندی، بلکې د ټولو افغانانو تاريخي ميراث دی او په ټولو يې پالنه او ساتنه لازمي ده.»

له دې سره هم مهاله، د افغانستان ډېرو سیاسي څېرو چې مخکې یې د ملي بیرغ ورځ نمانځله، سره له دې چې جلا وطنه دي، د ملي بیرغ په ننګ غږ نه دی پورته کړی.

د دوی منتقدانو ويلي چې تښتیدلو سياسي څېرو د خپلو شتمنيو د خونديتوب لپاره د طالبانو د داسې ملي ضد سياستونو خلاف غږ نه دی پورته کړی او تمه لري چې طالبان به ورسره شخصي معاملو ته غاړه کېږدي.

د طالبانو د استخباراتو د ادارې يوه مطبوعاتي مسوول جواد څارګر د دې ډلې د سپين بيرغ د یو شمېر ویډیوګانو او عکسونو له خپرولو سره دغه بیرغ «ملي بیرغ او ملي هويت» ګڼلی.

ښاغلي څارګر نه ده روښانه کړې چې د طالبانو د سپین بیرغ د «ملي والي» سرچينه څه ده او ولې یې ملت په پراخه کچه مخالفت ته راوتلی دی.

خو ډېر کتونکی باور لري چې طالبانو د پاکستان په امر د افغانستان له ملي بیرغ سره دښمنۍ ته رادانګلي دي. د دوی په باور پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي د افغانستان د ملي ارزښتونو او هویت د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.

4 COMMENTS

  1. تراوسه پوری طالب ده افغان ملت له غبرګون سره ندی مخ شوی دا تیرجنګ او حکومت خاریجی يرغل ګروو پرمخ بووو. نن هغه ټول خنډونو او پلمی ختمی شوی چی طالب ده اوزار په توګه استعمالولی او خپل جنګ ته یی مشروعت ورکاوو. ده دوی سره که ملت نوی دریدلی دوی ده دی جوګه نه وو چی قدرت ترلاسه کړی. دی ملت امپراطوری ماتی کړی طالب یی ده یوی ورځی تاب نلری. که دوی ده افغانانو غوښتنی ملی ارزښتونه ترپښولاندی کړل په کم وخت که به یی پروړاندی ودریږی او انجام به یی بیا لکه ده فرانسی انقلام غوندی شی چی ده هرملا مرګ به واجب وګڼی .

  2. دا خو بلکل جوته دي چي طالبان د پاکستان نوکران دي او د هيبت الله په نوم اصلآ څوک نشته دا تول جنرال باجوه دي. ځکه يواځي پاکستان فوج د افغانستان د بيرغ دښمن دي. د طالبانو کروره ماته هغه پخواني خلقيان او پرچميان په ياد کوي. دوي بلکل لکه هغوي عمل کوي. هغوي په بده توګه له مينڅه ولاري دوي هم که ځان د پاکستان د نوکري څخه خلاص نکري تول به مره شي.

  3. ملی بیرغ،ملی فیصله غواړی
    امیرا المومنین که وی هم ،ټولواک ندی، دا ډول مسایل،ملی مراجع او ملی فیصلی غواړی؛نور ځان مه شرموی

  4. د تالب او هیبت الله د اصلی څیری نه ورځ په ورځ پرده راپورته کیږی او هغه افغانانو ته چی تر اوسه د لوده ګانو په خیالی جنت کی د حورو او غلمانو سره په انډوخرو بوخت دی د راویښولو زیری ورکوی

    د تالبانو پاکستانې شریعت د هغه پاکستانی غنمو په څیر دی چی افغانستان ته يی په ډیر ویاړ مرسته کړی چی نه د انسانانو خوراک او نه هم تری مرغان او حیوانات ګټه اخستلی شی

    ددوۍ جعلی اوملاوټی شریعت هم د اسلام د مقدس دین ، پښتون ولۍ، او غیرت نه بلکل کنګال شوی دی او افغانسان او افغانانو ته پرته له بدبختۍ، بی عزتې او رسوایۍ بل څه نه ورکوی خو په بدل کی يی ورنه ملی ارزښتونه، اسلامی او اخلاقی قدرونه، غیرت او پښتونولی، علم او پوه اخلی او خپل بادار ته يی د وفادارۍ په قیمت پلوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب