دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

په شمالي وزیرستان کې پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

تاند (دوشنبه، د حوت ۲ مه) د شمالي وزیرستان په سپین وام تحصیل کې د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ ترمنځ په یوه تازه نښته کې پنځه تنه پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په خپل وېب سایټ خپاره کړي یوه خبر کې لیکلي، «شمالي وزیرستان کې د مجاهدینو او پوځ ترمنځ نښته شوې ده،»

په خبر کې راغلي، «تېره ورځ د شمالي وزیرستان پۀ سپین وام تحصیل کې پوځ غوښتل چې د مجاهدینو پر یو مرکز عملیات ترسره کړي چې د مجاهدینو د ځواب سره مخ شول،»

د پاکستاني طالبانو په وېب سایټ خپور شوی خبر داسې اوږد شوی دی، «دغه نښتې تر لسو ساعتونو دوام وکړ چې پکې د SSG کمانډو پۀ ګډون پنځه تنه پوځیان مړۀ شول او زمونږ پنځۀ تنه مجاهدین ملګري هم پۀ شهادت ورسېدل.»

د پاکستان د طالبانو تحریک یوه غړي په ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کې له ځوانانو غوښتي چې د مرتد پوځ (د پاکستان پوځ) پر ضد جنګ کې د هغوی ملاتړ وکړي.

د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو په هکله ویل کېږي چې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې یې دوه مخې لوبه کوله، ګڼ شمېر بې ګناه خلک یې د ترهګرو په نامه وژلي؛ له یوې خوا یې د پښتنو سیمې تر خپل واک لاندې راوستي او بلې خوا ته یې له امریکا څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د پوځ پر ضد هغه وخت د ځایي خلکو کرکه راوپارېدله چې هغوی د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې د پلازمېنې اسلام اباد په زړه کې په سره جومات (لال مسجد) او حفصه مدرسه باندې بمباري وکړه او د دیني علومو ګڼ شمېر نارینه او ښځینه طالبان یې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب