چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغان جګړې ځانمرګو بریدونو سره بلد او دې جګړې ۸۰ زره...

پاکستان: افغان جګړې ځانمرګو بریدونو سره بلد او دې جګړې ۸۰ زره پاکستانيان قرباني کړل

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه) د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف له بي بي سي ټلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې، چې پاکستان د افغانستان د جګړې او بربادۍ عامل نه دی.

هغه دا ادعا هم کړې، چې هېواد ېې د افغانستان د جګړې قرباني دی او د دې جګړې له کبله یې درانه ځاني او مالي زيانونه ګاللي دي.

د معيد يوسف په وينا، هېواد ېې د سپټمبر د یولسمې له پېښې مخکې ځانمرګي بریدونه نه پېژندل او نه دا بریدونه پکې ترسره شوي وو.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ادعا کړې، چې افغان جګړه کې تر اوسه ۸۰ زره پاکستانيان قرباني شوي دي.

معيد يوسف په دې مرکه کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو هرکلی کړی او پر لویدیزو هېوادونو یې نیوکه کړې، چې په افغان جګړه کې د ده په ټکیو د پاکستان په قربانيو سترګې غواړي پټې کړي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار دغه راز ادعا کړې، چې پاکستان له افغان جګړې څخه يو نيم سل میلیارده ډالره تاوان لیدلی.

هغه یو ځل بیا تور لګولی، چې د پاکستان د تحريک طالبان مشران په افغانستان کې دي.

نوموړي هندوستان او د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنيت ارګان له دې ډلې څخه په ملاتړ تورن کړي او ويلي، چې اوس پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ باوجود پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځايونه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا ورته ادعاوې څو ځلې رد کړي دي.

د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار او نورو چارواکو ورته څرګندونو ته له اوږدې مودې راهيسې افغان سیاستوالو او فعالانو توند غبرګونونه ښودلي او دغه هېواد یې د افغانستان د بې ثباتۍ او بې نظامۍ اصلي عامل ګڼلی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب