یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهجعفر مهدوي: شیعه ګان او هزاره ګان به ژر د ط د...

جعفر مهدوي: شیعه ګان او هزاره ګان به ژر د ط د حکومت په ټولو سطحو کې شامل کړل شي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ د افغانستان د ملت ګوند رييس محمد جعفر مهدوي، وایي، چې طالبان به ژر د خپل حکومت په مختلفو سطحو کې هزاره او شيعه متخصصين شامل کړي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو یې د خبرو پخلی کړی دی.

نوموړي په ورته وخت کې د جګړې د دوام مخالفت کړی او له هېواده وتو سیاسي مشرانو نه یې غوښتي چې د طالبانو له لوري ورته د بښنې له ورکړل شوي فرمان څخه په استفادې هېواد ته ستانه او په هېواد جوړېدو کې ونډه واخلي.

ياد شوي هزاره مشر په دې اړه، چې طالبانو د شیعه ګانو جعفري مذهب په رسميت پېژندلی کنه، وویل: طالبانو تر اوسه د هېواد په هیڅ کومه سيمه کې د اهل تشيعو د مذهبي مراسمو مخالفت نه دی کړی.

جعفر مهدوي له طالبانو وغوښتل، چې له هېواده وتلي هغه چارواکي، چې په فساد تورن دي د نړیوالو پولیسو په همکارۍ تعقیب او بهر ته وړې شتمنۍ یې بیرته هېواد ته را وګرځوي.

طالبانو ويلي، چې اوسنی حکومت ېې سرپرست او ټول شموله دی، خو په تدريجي ډول به پکې نورو خلکو ته هم د ګډون زمينه مساعده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب