چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د منفي افکار عوامل او  حل لارې

د منفي افکار عوامل او  حل لارې

ډاکتر حکمت الله وياړ، کابل

پېژندنه

منفي افکار د شخصیت د ناروغیو له جملې څخه یوه مخ پر زیاتیدونکو او خطرناکه ناروغي ده، له دې ناروغي نن سبا تر بلې هرې ناروغۍ ډېر شمیر وګړي ځوریږی. په تیرو کلونو کی یې وقوعات په هرو ۱۰۰ اکسانو کې 5 – 2.5% ښودل کېده. هغه افکار او خیالونه چې دsadness, anxiety او موډ د خرابوالې سبب وګرځی د منفي افکارو په نامه یاديږي. په دې ناروغي یا ځوروونکې حالت اخته اشخاص عموما هر کار له منفي اړخه څیړي، د کار پایله تل منفي او بده اټکلوي، شک کوي، له ژوند څخه زیات شکایتونه کوي، په ځان او نږدې اشخاصو بی باوره وي، د اعتماد په نامه اصلاً کوم څه نه پیژنی.  داسی اشخاصو ته (Negaholic) هم ویل کیږي. دا ډول اشخاص له مسولیت او هغو کارو څځه چې د دوی د پرمختګ سبب ګرځي په یوه او بله بهانه ځان خلاصوي، د وظیفې او ټولنیز ژوند په جریان کې په همکارانو او دوستانو د باور نه کولو تر څنګ په هغوی شک کوي او له هغوی څخه یو ډول مبهمه بیره لري چې ګواکي هغه نوموړې ته زیان رسوي. جنګ، دعوا او جنجال زیات خوښوي، زیاتره یې جُرمي سابقه هم کیدای شي ولري، کوښښ کوي ځان د قانون له اصولو څخه جلا کړي او خپله غلطي په نورو وتپي، ځان هیڅکله ګرم نه بولي او تل د نورو د ملامتولو عادت لري.

دا ډول خلک اکثره  نارینه وي، په اقلیت نفوس او مهاجرینو کې نسبت نورو اشخاصو ته زیات پیدا کیږي، ځینې څیړنې ښیي چې په همجنس بازه طبقه کې هم زیات شمیر وقوعات لري.

که څه هم جنتیکي منشا نه لري خو د ژوند ځینې پیښې د همدې حالت سبب کېدای شي: پحقیقت دا دی چې د بې باورۍ او خطا ایستو ترخې خاطرې، د کورنۍ کم توجهي، د کورنۍ د غړو ناسم چلند، او ځينې نور ټولنیز- رواني فکتورونه(Psychosocial Factors) هم ونډه لري.

دا اشخاص هیڅ وخت نه مني چې دوی یو غیر نارمل حالت لري، او خپله رواني وضعه تر هر چا د باور وړ بولي، داکتر ته د تللو او مشوره اخیتسلو څخه زیات ځان لري ساتي او فکر کوي چې هغه دوی ته زیان رسوي. په زیاتره وختو کې دا ډول کسان د کورنۍ د غړیو یا هم د کار کولو د مسولانو له لوري ډاکتر ته راوستل کیږی. همیشه زړه خوري، خپل زیات وخت په خپګان او بې ځایه فکرونو تیروي، په زړه کې کینه ساتي که کوم وخت د یو چا له لوری کوچنی توهین هم ورته شوی وي په زړه کې یې ساتي او هیڅکله هغه شخص نه بخښي. ډیر حساس وي، په عادي خبرو لوی عکس العمل ښیي او ژر بیرته عادي حالت ته نه راګرځي.

په دې ناروغۍ اخته کسان تل باور لري چې د نږدې اشخاصو او همکارانو کارونه یوازې د دوی د تحقیر او تاوان لپاره کیږي، که څه هم هغوی د نوموړيې په ګټه کار کوي، دوی تل له ملګرو څخه د زیان لیدلو په تمه وی. د دوی ګومان او شک بې ځایه وي، یعنې په حقیقت کې دا ډول کوم څه نه وي چې دا بد ګوماني او بې باوري یې د خپلوانو او وظیفی څخه د لریوالي سبب ګرځي او ورځ تر بلې یې د تباهۍ او یوازیتوب کندې ته ور کښته کوي او د ژوند تریخوالي سبب یې ګرځي له بلې خوا د نورو رواني ناروغیو کړکۍ پرانیزي.

دماغ او وجود له یو بل سره یو ډول ژوره اړیکه لري (Mind and body connection)  چې لاندې مهمې دندې نرسره کوي:

د لوړ فشار کنټرول

د زړه د ناروغیو مخنیوی

د معافیتي سیستم فعال ساتل

له Anxiety او Depression څخه ساتنه

هر کله چې دماغ نا ارامه وي نو عضویت هم خپل حیاتي او نور فعالیتونه په صحي توګه سرته نه شي رسولی او body health damage منځ ته راځي په تېره بیا د Social anxiety, Depression, stress  او Low self-esteem سبب ګرځي.

ولې منفي افکار منځ ته راشي؟

د هر انسان په ژوند کې په ورځني توګه منفي او مثبت افکار مینځ ته راځي خو دا ستا خوښه ده چې کوم یوه ته ترجیح ورکوې، کوم یوه ته ښه راغلاست وایې او کوم یوه ته پام نه کوې. که دې منفي افکار رد نه کړل نو دوی به ستا ژوند ته د یوه تریخ حقیقت په شان داخل شی او تا به وزبیښي دوی بیا دا توان لري چی څنګه تا خپل کړي او د مثبتو افکارو په وړاندې دې وکاروي.

د منفي فکر د منځ ته راتګ اعوامل :

د روانو چارو لپاره د یو ډول د بیرې پیدا کیدل (Anxiety about the Present)  چې دا بیره کیدای شي د منفي فکر د پیدا کمیدو لامل وګرځي او د لاندې غورځیدو سبب وګرځي.

(:Shame on any post happing په تېر باندې د شرم احساس)

هر چا په تیر وخت کی داسي یو فعل کړي چې په اوس وخت کې یې ځوروي، او  یو ډول د شرم احساس ورته پیدا کیږی  چی د منفي افکارو د پیدایښت سبب ګرځي. هیڅ انسان د ځانه پوره ندی حتما به یې د ژوند په جریان کی یو شمیر اشتباهات کړي وی خو هغه باید خپل د دایمي تباهې سبب ونه ګرځوي، پند واخلي، تکرار یې نکړي او نورو ته یې هم د تاوانو په اړوند پوهاوي ورکړی.

 د راتلونکي په تړاو د ويرې احساس:

ځني زیات شمیر د راتلوونکي او خپل نامعلوم برخلیک لپاره تر نارمل حد زیاته بیره لري، حال دا چې طبعت انسان خپل په مهربانه غیږه کی ځای کړي، راتلوونکي ته باید خوشبین، په ځان باور لرونکې، او د مثبت فکر لروونکې اوسی، د کوښښ او قوی پلانونو په مرسته ځان د بهترین برخلیک سره مخ کړي، برعکس که ځان د بې ځایه فکرونو غیږي ته ورکړی د نامعلوم او منفی برخلیک سره به ځان مخ کړی.

څنګه د منفي فکر کولو څخه ځان وژغورو؟

د منحرف کوونکې پیدا کول  (Find Distraction)، د منفي فکر د پیدا کیدو لامل او فکتور باید تشخص او د مخنیوي لپاره عاجل اقدام وشي.

)Prefer to keep positive companyخپل چاپیریال مو مثبت کړي (

که داسی ملګرې او دوست ولري چی مثبت فکر ولري، د ښه ژوند او پرمختګ لپاره د ښه پلان درلودوونکي وی ورسره کښیني، د زړه خواله ورسره وکړي که مو داسي څوک ونه موند نو کتاب مو تر ټولو ښه ملګرې کیدلی شي د هغه په مطالعي سره مو تشویش کم او ځان د بې ځایه منفي فکر کولو څخه وژغوري.

(Stop judging the situationد حالاتو قضاوت نسبت ځان ته مه کوئ)

ځني خلک هر ډول شرایط او هر څوک په ځان او خپل ژوند سره مقایسه کوي، فکر کوي چې ټول باید یو شان یا هم تر دوی کښته وی؛ حال دا چی په نړۍ کې ټول د مختلف فکر، ذوق، جوړښت او خواصو لروونکي دی.

نو دا طبعي ده چې د ژوند شرایط، د پرمختګ مسیر، اقتصادي او مدني حالت به یې هم متفاوت وی، هر څوک به د خپلې پوهي او وړتیا په نسبت مخ ته ځي. نو هیڅکله د نورو سره د ځان په مقایسه او فکر کولو باندې مه مصروفه کوي، خپل پلانونه او وړتیاوي مو تعقیب کړي او ځان مو اهدافو ته ورسوي.

(Feel Grateful د ښه احساس لرونکي اوسي )

تل منوونکي او ښه احاس لروونکي اوسي داسي ژوند کول مو راتلوونکی تضمینوي ، کوښښ دې وشي چې ځانونه خوشحاله او فعال وساتې تر څو د یوازیتوب او منفي افکارو څځه امن پاتی اوسی.

ښه خوراک، نارمل خوب او فعال اوسیدل!( Eat well, sleep well and be active)

طبی درملنه

Cognitive behavioral therapy (CBT)

(LIFE STYLE CHANGEد ژوند د طرز بدلون)

د سترس، تشویش او ډیپریشن درلوودولو په صورت کی د متخصص داکټر په توصیه د  SSRI, SNRI او نورو ANTI DEPRESSIVE DRUGs  استفاده کول.

پايله او وړانديزونه

هغه افکار او خیالونه چې د خپګان (sadness)، بیرې Anxiety او مزاج ((Mood د خرابوالې سبب وګرځی د منفي افکارو په نامه یاديږي.  پدې ناروغي یا ځوروونکې حالت اخته اشخاص عموما هر کار د منفي اړخه څیړي، د کار پایله تل منفي او بده اټکلوي، شک کوي، د ژوند څخه زیات شمیر شکایات کوي، په ځان او نږدې اشخاصو یې بی باوره وي، د اعتماد په نامه اصلا کوم څه نه پیژنی، د مسولیت او هغو کارو څځه چې د نوموړې د پرمختګ سبب ګرځي په یوه او بله بهانه ځان خلاصوي، د وظیفې او ټولنیز ژوند په جریان کی په همکارانو او دوستانو د باور نه کولو تر څنګ په هغوي شک کوي او د هغوي څخه یو ډول مبهمه د زیان رسولو بیره لري. جنګ، دعوا او جنجال زیات خوښوي، زیاتره یې جریمی سابقه هم کیدایشي ولري، کوښښ کوي ځان د قانون د اصولو څخه جلا کړي او خپل غلطي په نورو وتپي، ځان هیڅکله ګرم نه بولی او تل د نورو د ملامتولو عادت لري.

په ریښتنې توګه د بی باوری او خطایستو ترخي خاطرې، د کورني کم توجي، د کورني د اشخاصو ناسم چلند، خراب او منفي ګرایه ملګري او ځنی نور ټولنیز- رواني فکتورونه (Psychosocial Factors) یې د منځ ته راتګ سبب ګرځي. د روانو چارو لپاره بیره، په تیر باندې د شرم احساس، بیکاري، منفي ټولنه او د پوهاوي نشتون یې نور لاملونه دی.

د چاپیریال مثبت کول، د وړ او مناسبې دندې پیدا کول، مطالعه کول، د غوره ملګرو درلودل، د حالاتو د قضاوت څخه ځان ساتل، د غوره احساس درلودل، منظم خوب، خوراک او فزیکي فعالیت درلودل مو د پورتنی ستونزې د حل لپاره زیاته مرسته کوي.

اخځلیکونه:

DIAGNOSTIC AND STATISTICAL MANUAL OF MENTAL DISORDERS FIFTH EDI T ION DSM-5TM

داکتر فهیم  احمدی ، خلاصه امراض روانی  کابل، افغانستان. ۱۳۹۸

Allen, Frances, Essential diagnosis 1st edition, 1393

www.medscpe.com

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب