جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبادغيس او لغمان کې ۲ تنو د فقر له وجې ځانونه وژلي

بادغيس او لغمان کې ۲ تنو د فقر له وجې ځانونه وژلي

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏په بادغيس او لغمان ولايتونو کې د فقر له وجې دوه تنو ځانونه وژلي دي.

په بادغيس کې د طالبانو د امنيت آمر غوث الدين افغان ویلي، چې د دې ولايت د مرکز قلعه نو ښار په درېيمه کې يوه ۲۵ کلن ځوان په نا معلوم دليل ځان وژلی دی.

ويل شوي، چې دغه ځوان په ټوپک ځان ویشتی او وژلی دی.

بل لور ته په لغمان کې د طالبانو د والي وياند منلې، چې د دې ولايت د مستوفيت یوه کارکوونکي ځان وژلی دی.

طالب وياند د پېښې دليل د وژل شوي کس رواني ستونزې ګڼلي دي.

له دې سره، د دواړو وژل شويو کسانو خپلوانو رسنيو ته ويلي، چې دواړو ځوانانو د اقتصادي ستونزو او سخت فقر له وجې ځانونه وژلي دي.

په وروستيو کې نيږدې هره اونۍ د هېواد له مختلفو سيمو د ورته څو ځان وژنو خبرونه ورکول کېږي.

ويل کيږي، چې دا پېښې تر ډېره نه رسنيز کیږي او کچه يې تر دې لا زیاته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...