پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پاکستان یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی کابل ته راغلی

د پاکستان یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی کابل ته راغلی

تاند: ( شنبه ، د دلوې نهمه) ‏د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر معيد يوسف په مشرۍ د دغه هېواد يو لوړپوړی پلاوی نن کابل ته راغلی.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، چې معید یوسف د یوه بین الوزارتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ يې د طالبانو یو شمېر چارواکو سره ګډه غونډه کړې.

پاکستاني سفير ويلي، چې دغه پلاوی به مختلفې نورې غونډې هم ولري.

له افغانستان سره بشري مرستې او د اقتصادي همکاريو زياتوالی د ياد شوي سفر اصلي اجنډا ګڼل شوې ده.

طالب وياندويانو په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

ويل کيږي، چې معيد يوسف ارګ ته هم تللی او نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي.

معيد يوسف تېره پنجشنبه وويل، چې طالبان ورسره پر ډیورنډ کرښه د کتارو لګولو توافق لري، خو له دې سره هم دوی له افغان خاورې پر خپل ضد د ګواښونو د ختمیدو تایید نه کوي.

طالبانو د ډېر کله په شان د پاکستاني چارواکو دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...