دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: ازبکستان او تاجيکستان ته وړل شوې چورلکې ط ته نه ورکوو

امریکا: ازبکستان او تاجيکستان ته وړل شوې چورلکې ط ته نه ورکوو

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ( پنټاګون) وايي چې د افغانستان د مخکيني پوځ لسګونه هغه چورلکې به طالبانو ته ورنه کړي، چې د جمهوري نظام له سقوط سره افغان پيلوټانو ازبکستان او تاجيکستان هېوادونو ته وړي دي.

دا چورلکې تر ډېره امريکا متحده ايالاتو د افغانستان جمهوري پوځ ته په واک کې ورکړې وې.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې د يادو چورلکو د برخليک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو دا روښانه ده چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي.

څه موده مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ازبکستان او تاجيکستان ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو صبر دې نور نه ازمایي او د مخکيني افغان پوځ يادې چورلکې دې طالبانو ته وسپاري.

مخکې ويل شوي وو، چې ازبکستان او تاجيکستان له امریکا متحده ایالاتو څخه دوی ته د ور وړل شویو افغان چورلکو د سپارلو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب