یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهیوه شرکت د ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ ميګاواټه بريښنا توليدولو تیاری...

یوه شرکت د ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ ميګاواټه بريښنا توليدولو تیاری ښودلی

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د طالبانو ‏د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، چې يوه شرکت ورته له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ ميګاواټه بريښنا د تولیدولو طرحه ورکړې ده.

ويل شوي، چې دا طرحه د OIC شرکت مشر فضل الرحیم او ورسره مل پلاوي د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست مولوي عبدالطیف منصور سره د لیدنې پر مهال شریکه کړې ده.

د OIC شرکت ریيس وویل چې غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه ۱۰۰‏میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي، چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی.

د هغه وینا افغانستان د برېښنا انرژۍ تولید لپاره ډېرې زېرمې لري او د دوی حکومت ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه چمتو کوي.

طالبانو د یاد شوي شرکت د يادې طرحې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب