Homeخبرونهروسیه احمد مسعود ته د وسلو ورکول رد کړل

روسیه احمد مسعود ته د وسلو ورکول رد کړل

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې لپاره د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې سره د وسلو مرسته کړې ده.

نوموړې په دې اړه شوې څرګندونې د هغو امريکايي کارپوهانو تبلیغات ګڼلي، چې په وينا يې له روسانو وېره لري.

روسیه د احمد مسعود له پلار قومندان مسعود څخه اوږده کلونه په افغانستان کې د جګړو لپاره ملاتړ کړی دی.

د‌ پنجشېر مقاومت ډلې مخکې ویلي، چې له هر چا څخه د طالبانو خلاف د جګړې لپاره پوځي او نورو مرستو منلو ته چمتو دي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د طالبانو خلاف د مقاومت دغې ډلې د امريکا له بلک واټر امنيتي کمپنۍ څخه هم د طالبانو خلاف جګړه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ویلي چې ټول هغه خلک به وځپي، چې د دوی پر وړاندې دريږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...