Homeخبرونهامیرخان متقي د يوه پلاوي په ملتيا ترکمنستان ته تللی

امیرخان متقي د يوه پلاوي په ملتيا ترکمنستان ته تللی

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د دوی يو لوړ پوړی پلاوی نن جمعه د ترکمنستان هيواد په بلنه مرکز عشق آباد ته تللی.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه پلاوی به د کوربه هیواد له چارواکو سره پردوه اړخیز تجارت، انرژۍ، نفتي موادو، ريل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او تعليمي بورسونو په هکله خبرې وکړي.

سرچينې د یادو خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

څه موده مخکې د افغانستان او ترکمنستان پر ګډه پوله د طالبانو او ترکمنستاني ځواکونو د نښتې راپور هم ورکړل شوی و.

طالبانو او ترکمنستان دا نښته رد کړې وه، خو ویل کیږي چې د منځنۍ اسيا ډېر هېوادونه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه اندیښمن دي او وېره لري چې د دوی تر چتر لاندې به د منځني اسيا د اړوندو هېوادونو ترهګرې ډلې یادو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.

طالبان، چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره تر ډېره د روسیې په هڅو ښې اړيکې لري، یادې اندیښنې بې ځایه ګڼي او ټينګار کوي، چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته خطر نه پيښيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...