یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ملامت څوک دي؟| دولت وزیري

ملامت څوک دي؟| دولت وزیري

ژوند ټول له ستونزو، کړاوونو، خوښیو او لوړو ژورو سره ملګری دی او د ژوند یو تعریف هم فکر کوم د ستونزو مجموعه وي. د ستونزو په را ولاړېدو کې ملامت څوک دي؟ دې پوښتنې ته ځواب له یوه پلوه مشکل خو له بله پلوه روښانه هم دی؛ ځکه ځینې ستونزې طبیعي او د انسانانو له واکه بیرون دي، لکه زلزلې، سېلابونه، توپانونه، اورلګېدنه، اورغورځونه، ږلۍ، وچکالي او نورې داسې طبیعي پېښې، چې ناڅاپه راځي او انسان یې په مهارولو هم نه توانېږي.

خو هغه پوهه چې لوی څښتن تعالی انسانانو ته ورکړې ده، دوی کولای شي چې په خپله پوهه او هلو ځلو یا يې مخه ونیسي او یا يې لږ تر لږه ناوړه اغېز پر خپل ژوند را کم کړي. د سېلابونو په مخ کې د کورونو نه جوړول، د زلزلې په مقابل کې د پیاوړو کورونو را منځته کول او داسې نورې چارې د دې باعث کېږي چې څه ناڅه د طبیعي پېښو وژغورل شي. خو بیا ځینې ستونزې داسې دي چې باعث او زېږوونکي يې په خپله انسانان دي. د داسې ستونزو مخه نیول که انسانان يې وغواړي مشکل کار نه دی. خو له بده مرغه د دې پر ځای چې مخه يې ونیول شي د ستونزو او ویجاړیو زېږوونکو ته د اتل، زړور، نومیالي، رهبر او قهرمان لقب ورکول کېږي.

یوې ډلې ته ښايي د نورو بربادي اتلولي وي، خو بل اړخ به بیا د همدې بربادۍ درانه زیانونه ګالي.   د یوه وژونکی د هغه بل لپاره اتل او د هغه وژونکی د ده لپاره اتل او ویاړ وي.

که تاریخونه ولټول شي داسې بېلګې په سلګونو څه چې په زرګونو دي، چې د یوه وژونکی د بل لپاره اتل نومول شوی دی.

سکندر مقدوني تر میلاد ۳۳۱ کاله مخکې د ایران د هخامنشي دورې د واکمن داریوش او تر میلاد ۳۲۶ کاله مخکې يې په کونړ کې د ۴۰ زرو انسانانو په وژلو او تر څنګ يې د کونړ په ویجاړلو او لوټولو د یونان لپاره لوی سکندر یا سکندر د ګریت (Alexander the Great) ونومول شو، ځکه چې د نورو وژونکی و، نه د دوی.

په همدې توګه تر میلاد زر کاله مخکې د تورانيانو له خوا د زردشت وژل ویاړ و، خو د بلخ لپاره ستره غمیزه ګڼل کېدله.

سلطان محمود غزنوي موږ ته ځکه ډېر منلی دی چې زموږ په غزني کې يې لوی سلطنت جوړ کړی و، که نه د هندوانو لپاره د سلطان محمود د لټانو کيسه تر اوسه افغانان په ډېر ویاړ یادوي. سلطان محمود غزنوي د لسمې میلادي پېړۍ د  خپلې ۳۳ کلنې واکمنۍ په موده کې ۱۷ ځلې پر هند یرغل وکړ او په دې توګه د هندوانو قاتل خو د افغانانو لپاره اتل شو.

چنګېز «تیموچین» ته ځکه د پوځي تاکتیکونو مخترع وايي چې په وژلو کې يې لومړی مقام ګټلی و او مجسمه يې په منګولیا کې په ډېر ویاړ هسکه ده ځکه چې هغه نور وژلي وو. خو خپل خلک یې احترام کوي او یاد یې لمانځي. نوموړي په یوولسمه ميلادي پېړۍ کې په هرات او بلخ کې انسانان څه چې حیوانات هم له تېغه تېر کړل او په بامیانو کې يې تر هغې وینې وبهولې تر څو چې د ده تر پښو لاندې جاري نه شوي. هغه د خپل هېواد لپاره اتل شو خو زموږ د نسل وژونکی و.

تېمور هم په وژلو کې له چنګېز څخه کم نه و، خو د امیر تېمور په نامه اوس په ازبکستان کې جادې او خیابانونه نومول شوي دي. د ازبکانو لپاره ستر ویاړ او اتل ګڼل کېږي. خو تېمور د ایران په نیشاپور، د افغانستان په غور، هند، عراق او چین کې د انسانانو له سرونو منارونه جوړ کړل او د خپل هېواد لپاره يې د انسانانو په وژلو سره ستر ویاړونو ور په برخه کړل. موږ ته یوازې قتلونه او بربادي راپه برخه شوه.

د ایرانیانو ویاړ او ستر فاتح نادر افشار په ۱۷۳۹ م کال د هندوانو په وژلو او د ډیلي په لوټولو د خپل هیواد لپاره ستر ویاړ په برخه کړ. ځکه چې ډېر سره او سپین يې د تاوس تخت په ګډون د خپل هېواد شتمني کړه. هندوان خو ایرانیان نه وو او وژل يې د نادر لپار مباح وو.

زموږ ستر احمدشاه بابا هم اووه ځلې پر هند یرغل وکړ، د پانيپت په جګړه کې په ډېر شمېر هندوان له تېغه تېر شول. هندوان تر اوسه هغه تاریخي پېښې خپلو کوچنیانو ته ور په یادوي، خو څه چې زموږ خو بابا وه او تل به بابا وي. هغوی یې قاتل او یرغلګر بولي، موږ ته بابا دی.

امریکایانو په ۱۹۴۵ م کال د اتومي بم په واسطه د جاپان هیروشیما او ناګاساکي خلک د اور په لمبو کې وسوځول، خو د امریکایانو لپاره ستر ویاړ ګڼل کېږي، ځکه چې هلته جاپانیان اوسېدل.

 په دویمه نړیواله جګړه کې که چېرې هټلر بریالی شوی وای، اوس به د جرمني هېواد ستر اتل ګڼل کېده او که جوزیف ستالین په خټه روسی وای، مجسمې به يې اوس د روسيې په هر ښار کې دنګې وای.

روسانو په افغانستان او امریکایانو په ویتنام او افغانستان کې چې څومره کولای شول ووژل، خو د سرتېرو پر سینو يې د وژلو د ویاړ مډالونه په شرنګها دي او ویاړ پرې کوي. دوی وایی هم یې له خپلې بریا او هم ناکامۍ درسونه زده کړي دي.

لنډه دا چې«پو په خپله پو» او یا «ما په خپله ځان وژلی یار ګرم نه دی»

اټومي، زره وي، بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې په خپله د انسانانو د وژلو لپاره په خپله انسانانو جوړې کړې دي. د يوې فانتون ۳۵ امريکايي الوتکې قیمت په سلګونو میلونه ډالره دی او یوازې د انسانانو د وژلو لپاره ترې ګټه پورته کېږي، خو په افریقا، سهیلي امریکا او د اسیا په ځینو هیوادونو کې انسانان د لوږې له لاسه د مړینې په ارمان ژوند تېروي.

د بشر حقوق به البته د انسانانو وژلو، ځورولو او وږي ساتلو ته وايي، که داسې نه وي د متحده ایلاتونو د یوه کال پوځي بودجه چې ۷۵۰ میلیارده ډالره ده د ټولې افریقا لپاره د يوې پېړۍ خواړه برابرولای شي.

خو په دې شرط چې وجدان را ویښ شي او انسانان په خپله پر خپل ځان رحم وکړي.

لوی خدای ج حکم کوي چې په نړۍ کې هر څه ما ستاسو د ګټې لپاره هسک کړي دي. تاسو په خپله پوهه کولای شئ چې دريابونه او سیندونه د خپلې ګټې لپاره مهار کړئ، خو هیڅکله يې حکم نه دی کړی چې تاسو زره وي، اټومي او د انسانانو د نابودۍ لپاره بیولوژیکي وسلې جوړې کړئ. ملامت څوک دي؟

1 COMMENT

  1. ڈیر پراخ پاشلئ او زیات فکر غوشتونکئ عنوان!! باید زموژ خپل وطن کی چی سہ پکار دی دھغو یادونہ ھم سوے وائ عالمی ستونزی یادولو سرہ سرہ وطنی تگلارہ ھم باید دعنوان یوہ برخہ وی
    بیا ھم ڈیرہ پہ زڑہ پوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب