Homeخبرونهد ملا یعقوب له خبرداري وروسته ازبکستان پر افغانستان خپله ۶۰ سلنه...

د ملا یعقوب له خبرداري وروسته ازبکستان پر افغانستان خپله ۶۰ سلنه بریښنا قطع کړه

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) ‏د افغانستان بریښنا شرکت وایي، چې د ازبکستان له لوري افغانستان ته د صادراتي بريښنا کچه ۶۰ سلنه کمه شوې ده.

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د بريښنا شرکت چارواکو د بریښنا کميدو دلیل تخنيکي ستونزې ګڼلي، خو ځینې شنونکي باور لري، چې د بریښنا د دغه کمښت اصلي دلیل ازبکستان ته د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وروستي ګواښونه دي.

 ملا یعقوب مجاهد پرون ازبکستان او تاجيکستان ته ګواښ وکړ، چې افغانستان ته دې هغه لسګونه هلیکوپټرې بیرته وسپاري، کومې چې افغان پیلوټانو د جمهوري نظام له سقوط سره دغو هېوادونو ته لېږدولي دي.

یعقوب مجاهد له امریکا او ناټو څخه جمهوري نظام ته د مرستو شویو دغو الوتکو د نه سپارلو په اړه وویل: ازبکستان او تاجيکستان دې زموږ حوصله نه ازمایي.

د یادو هېوادونو چارواکو په رسمي ډول د ملا یعقوب ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...