یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغور کې يوې ښځې خپل خاوند او بغلان کې یوه خاوند خپله...

غور کې يوې ښځې خپل خاوند او بغلان کې یوه خاوند خپله ښځه وژلې

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) په غور او بغلان ولايتونو کې د دوو جلا پېښو په ترڅ کې يوې ښځې خپل خاوند او دغه راز يوه خاوند خپله ښځه وژلې ده.

په غور کې د طالبانو چارواکو ويلي، چې هلته په ساغر ولسوالۍ کې د جلال الدين په نوم يو سړی د زهري موادو په وسيله د خپلې میرمنې له لوري وژل شوی.

 ‏

‏د چارواکو په خبره، د وژل شوي سړي ښځه نيول شوې او پلټنې ورڅخه روانې دي.

په يوه بل خبر کې راغلي، چې د بغلان ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کې يوه سړي خپله ښځه سخته شکنجه کړی او د همدې شکنجو له کبله يې ښځه د ولسوالۍ په روغتون کې مړه شوې ده.

ځايي خلکو ويلي، چې دغه سړي له وژل شوې ښځې سره تازه واده کړی و.

ويل شوي، چې د وژل شوې ښځې خاوند طالبانو ته سپارل شوی او بندي دی.

په وروستيو کې د ورته کورنيو اختلافاتو او پیښو خبرونه زيات شوي، چې اصلي دلیل يې د افغانستان اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب