یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي ویاند په ننګرهار کې وژل شوی

د ټي ټي پي ویاند په ننګرهار کې وژل شوی

تاند:( دوشنبه، د جدي شلمه) پاکستاني رسنۍ او پوځي چارواکي وايي، چې د پاکستان د تحريک طالبان ( ټي ټي پي) وياند او مهم قومندان محمد خراساني، چې په خالد بلټي هم مشهور و، نن په ننګرهار ولایت کې وژل شوی.

پاکستاني رسنيو د نوموړي د وژل کيدو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

معلومه نه ده، چې د هغه د وژلو عمليات چا ترسره کړي دي؟

پرون د پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي وو، چې د پاکستاني طالبانو خلاف د عملياتو له ترسره کولو سره د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې خپل تعهد په ډاګه کړي.

په افغانستان کې حاکمو طالب چارواکو د دغه پاکستاني طالب قومندان د وژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي.

د ټي ټي پي نظر هم تر اوسه په دې اړه نه دی ترلاسه شوی.

د پاکستان پوځ تېره اونۍ وویل، چې له تحريک طالبان پاکستان سره یې مذاکرات درولي او پر ضد یې عملیات پیلوي.

د دواړو لوريو ترمنځ د سولې مذاکرات څو مياشتې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وزير او حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني په منځګړتوب پيل شوې وې، چې له مخې ېې پاکستاني پوځ او طالبانو اوربند کړی و.

3 COMMENTS

  1. داکار دنمک حرامه افغانی طالبانو په مرسته دآی اس آی دخوشحالولو دپاره شوی افغانی طالبان چه دپاکستانی طالبانو په دسترخوان لوی شوی دهغوی مرستی هیری نکړی

  2. شرعا اصلی مجاهدین پاکستانی طالبان دی چی د ظالمانو او افسدالحکام سره جهاد کوی او نباید کوم مسلمان ورسره خیانت وکری لکه بعضی خاینو مزدورانو چی ورسره وکرل او دا تاریخی شرم او مختوری دی
    الله متعال دی مجاهدین فی سبیل الله قوی او غالب وگرزوی تر هغو چی فساد کم او زمکه پاکه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب