جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهسرچینې: متقي د‌ ايران په منځګړتوب له اسماعيل خان سره پټ مذاکرات...

سرچینې: متقي د‌ ايران په منځګړتوب له اسماعيل خان سره پټ مذاکرات کړي

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ راپورونه وايي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ايران ته د سفر پر مهال د جميعت ګوند له مشهور قومندان اسماعيل خان سره د ایران د بهرنیو چارو د وزير په منځګړتوب په پټه ليدلي او مذاکرات يې ورسره کړي دي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ويلي، چې په دې مذاکراتو کې متقي د خپل رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند پيغام له اسماعيل خان سره شريک کړی او ترې غوښتي يې دي چې د طالبانو په حکومت کې ونډه واخلي.

ويل کيږي، چې اسماعيل خان د دې بلنې د منلو لپاره د راتلونکي حمل مياشتې تر نيمايي پورې مهلت غوښتی.

د طالبانو په ګډون اسماعيل خان او دغه راز د ایران حکومت د دغو ادعا شويو مذاکراتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

امير خان متقي پرون د طالبانو د يوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر لاړ.

د هغه د سفر اعلان په ناڅاپي ډول وشو، چې ورته په پام سره د يادو پټو مذاکراتو احتمال جدي ښکاري.

ځينو رسنيو ويلي، چې د پنجشېر د مشهور قومندان احمد شاه مسعود زوی او د طالبانو پر وړاندې د پنجشېر د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود هم په ايران کې دی او ممکن متقي سره ورته کومه ليدنه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب