شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنړیوالو ادارو له څه باندې یو نیم زر داخلي بې ځايه شويو...

نړیوالو ادارو له څه باندې یو نیم زر داخلي بې ځايه شويو سره مرسته وکړه

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د کډوالو او بېرته راستنيدو نکو چارو وزارت ويلي، چې مختلفو نړيوالو ادارو له څه باندې ۱۶ سوو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره پرون مرستې کړي.

په دې لړ کې، د خوراک نړیوال سازمان ( WFP) په مالي لګښت د(WSTA) موسسې له لورې دپنجشېر ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٨٥٣) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دپنجشېر په دره اوغنابه ولسوالۍ اړوندې وې، هرې کورنۍته

(٤٦) کیلو اوړه،(٥٠) کیلو وریجې،(١٠) لېتره غوړي او (٢) کیلو مالګه ووېشل شوه.

   د( IRC) موسسې له لورې بيا د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤٥٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دسروې وروسته نغدي مرستې وشوې او هرې کورنۍ ته د طالبانو د ولسوال او یادې موسسې داستازو په حضور کې(٢٦٠٠٠) افغانۍ ورکړل شوې.

بل لور ته: د ( اسلامیک ریلیف ) موسسې له لورې د ننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٩٩) بېوزلو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکيو مرستې وشوې.

کډوالو چارو وزارت وايي، چې د دې مرستې پر وخت هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس تر ۲۴ ميليونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري او که په عاجل ډول يې لاسنیوی ونه شي، میلیونونه ماشومان به د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

افغانستان د فقر او کرونا ترڅنګ په ژمي کې د ورښتونو له کبله د لویو لارو له بندیدو، د داخلي بې ځايه شويو د سرپناه له نشتوالي او نورو ستونزو هم ځوريږي.

افغانان په ډېر حسرت تمه لري، چې نړیوالې مرستې په عاجل ډول ور ورسيږي او د دغو ناورينونو له اغېزو يې خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب