شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

په ۱۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د اټکلونوله مخې، د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن اوسبا د سختو اورښتونو شاهد وي.

پېښو ته د رسيدګي په چاروکې د دولت وزارت د هوا پوهنې ریاست پرون وويل، چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې به په بدخشان ، تخار، بلخ ، سمنګانو، سرپل ، فاریاب، بادغیس ، بامیانو، غور، بغلان او شمالي سالنګ به د سختو اورښتونو شاهد واوسوو.

دغه ادارې له یوڅخه ترلس ملي متروپورې د اورښت اندازه اټکل کړی دی.

دا وړاندوینه په داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې له لوږې سخت ژمی هم پيل شوی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس تر ۲۴ ميليونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري او که په عاجل ډول يې لاسنیوی ونه شي، میلیونونه ماشومان به د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

له دې سره خلک ورښتونو ته د وچکالۍ د کمولو لپاره خوشاله دي.

افغانستان د فقر او کرونا ترڅنګ په ژمي کې د ورښتونو له کبله د لویو لارو له بندیدو، د داخلي بې ځايه شويو د سرپناه له نشتوالي او نورو ستونزو هم ځوريږي.

افغانان په ډېر حسرت تمه لري، چې نړیوالې مرستې په عاجل ډول ور ورسيږي او د دغو ناورينونو له اغېزو يې خوندي کړي.

1 COMMENT

  1. قدرمنو،
    یو عرض لرم. په ژمی کی واوری عادی خبره ده، خو دا چی دا شل کاله وچکالی وه دا جدا خبره ده. پخوا د عقرب له ۱۵ وروسته په مرکزی ولایاتو کی واوره پیل شوه او د دیوالو تر نیمایی به رسیده یعنی یو یا یونیم او تر دی زیاته نو خلکو به بامونه توږل هیچا زړا، فریاد او واویلا او سخته سخته نه ویله اوس چی لږ وریځ راشی او دا خبرونه دی چی هلی سخت ورښت دی او هلی هلی
    کابل کی به دا وخت منفی لس او منفی څوارلس عادی یخنی وه اوس چی منفی څلور شی نو رسنی بل څه نلری له همدی خبر قیامت جوړ کړی دومره نابله مه وسی دا هم خبر ده ته ولا ؟ هسی خلک وارخطا کوئ. دا د رسنیو رسالت ندی چی یوې طبیعی پدیدې څخه بلا جوړه او د خلکو اذهان پریشانه کړی بلکی باید د واوری د وریدو زیر ی ورکړل شی جی خلک روحاً پیاوړی وی
    تاسو قضاوت وکړئ؛ نو ژمی هغه هم لویه څله یا جدی کی چی یو دوه متره واوره ونشی نو هغه به څه کال او څه ژمی وی ، نو وروڼو دا عادی خبره ده دی ته دومره سخت عنوان مه ورکوئ سخت عنوان دادی چی ټول ګدایګر شولو ټول بیکار یاستو ټول د پاکستان صدراعتظم ته په تمه یاستو چی موږ  ته بغاری ووهی او وووایی چی دپښتنو فرهنګ همدا دی چی نجونی مکتب ته نه پریدی او مکتب ه سره حساسا دی نو ای دنیا والو له مکتله د نجونو مخنیوی په هکله غږمه پورته کوئ دا قوم همداسی دی
    خو پښتون بیچاره رښتیا هم فکر کوی چی زما فرهنک همدا دی چی نجونی سبق ونه وایی خو هلکان دی مدرسه وایی او که اسمان وریځ شو نو بغاری به وهو چی سخت ورښت راروان دی د سسخت او ناسخت فرق وکئ
    سخت همدا د عمران خان بغاری دی نه یو و عادی واوره یا ورښت واوری سره زموږ نیکونه نیکونه بلد خو د عمران بغارو سره نه وو بلد دا ځوانان دی چی سرچپه دعمران بغاری ورته عادی دی خو واوره ورته سخته هی هی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب