پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحفيظ منصور: غني جاهل مرکب و، خو په نظام هغه نه، امريکا...

حفيظ منصور: غني جاهل مرکب و، خو په نظام هغه نه، امريکا معامله وکړه

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏له طالبانو سره د جمهوريت د مذاکراتي پلاوي غړی عبدالحفيظ منصور، چې د ولسمشر غني او حکومت له سرسختو منتقدینو څخه یې و، په يوه مرکه کې د جمهوري نظام د سقوط دلايل برسېره کړل.

نوموړي وويل، چې تېر ۲۰ کلن نظام په پردو تکیه نظام و او طبیعي وه، چې د بهرني ملاتړ او تمويل له پای ته رسیدو سره نسکوریده.

منصور ولسمشر غني، د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، د مصالحې عالي شورا رييس او د حکومت شریک ډاکټر عبدالله او د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي له دې کبله چې د نظام د خوندیتوب او حد اقل د طالبانو پر وړاندې د مقاومت بهیر یې ښه مدیریت نه کړای شو، ملامت کړل.

د ولسمشر غني په اړه هغه وويل، چې د واک انحصارګر،متعصب او په دې باور و، چې تر هر چا په هر څه ښه پوهېږي او باید په يوازې ځان پریکړې وکړي.

د ده په باور، داسې ناپوه او پر ځان مېن سری « جاهل مرکب» وي، خو دی پوره باور لري، چې غني او ټیم یې د جمهوري نظام په سقوط طالبانو سره معامله نه ده کړې.

حفيظ منصور، چې نيږدې ۲۰ ځله یې په قطر کې د مذاکراتي پلاوي د غړي په توګه په قطر کې له طالبانو او د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره لیدلي و، وايي چې خلیلزاد یو ځل هم د نظام د سقوط او ننني وضعيت په اړه د دوی انديښنو ته ښکاره څواب نه ورکاوه.

منصور ژیاتوي، چې طالب مذاکرتي پلاوي د هغې پټې معاملې په اساس، چې امریکایانو ورسره د جمهوري نظام د سقوط په اړه کړې وه، په ښکاره دوی ته ویل چې د دوی واکمني را روانه ده او چمتو دي، چې نورو سياسي لوريو سره له اوسه د هغوی د راتلونکي خونديتوب په اړه وغږیږي.

نوموړی وايي، چې د ډېرو طالب مشرانو کورونه په قطر کې وو او هغوی له امریکا سره د معاملې په ډاډ د مذاکراتو ځای ته ډېر کم راتلل او هغه هم د راتلونکي ګډ حکومت او نورو موضوعاتو په اړه نه غږيدل او دوی نه یې تسلیمي غوښته.

د مذاکراتي پلاوي دغه غړی وايي، چې دوی پوهیدل چې امريکا په جمهوریت معامله کړې او خپله دا اندیښنه یې څو ځله په کابل کې ولسمشر غني، حمدالله محب او ډاکټر عبدالله سره شريکه کړې وه، خو هغوی یې په قطر کې د بې ګټې توب باوجود له دې کبله په پاتېدو ټینګار کاوه، چې د سولې مذاکراتو د سبوتاژ ملامتي را د غاړې نه شي.

حفيظ منصور دا هم وويل، چې ولسمشر غني ته یې د کابل د سقوط خبرداری ورکړی او ویلي و، چې پنجشېر ته د مقاومت لپاره مخکې نه لاړ او تیاری ونیسي، چې دی به ځمکه او کور هم ورکړی.

د ده په خبره، چې ولسمشر غني ورته ویل: لوګر ته څم، ۴۵۰ جریبه ځمکه لرم، هلته علمي او تحقيقاتي مرکز جوړوم.

حفيظ منصور د پوځ د يو شمېر قومندانانو او له هغې ډلې د ځانګړو ځواکونو د قوماندان خالد امیري ( چې د ده خوريی دی) او څو نورو مهمو پنجشبري قومندانانو په حواله وويل چې هیچا ورته د تسلیمۍ امر نه و کړی، بلګې ځواکونو د طالبانو او امريکا د معاملې او خپلو امکاناتو له پای ته رسیدو سره مورال بايللی و او تسلیمیدل.

منصور دا هم وويل، چې چوکۍ هغه هم د پاچاهۍ ډېره خوږه وي، خلکو وروڼه پرې وژلي او ولسمشر غني غوندې ډېر شوقي سړي خو يې کله هم معاملې ته زړه نه ښه کاوه.

د ده په وينا، د طالبانو او امريکا ترمنځ پټه شفاهي معامله کې ډېر ټکي شته، چې له مخې یې طالبان د امريکا په يوه پټ لښکر بدل شوي او په سیمه کې ګټو ته یې کار کوي.

د یادونې وړ ده، چې حفيظ منصور خپل موقعيت په دې مرکه کې ونه ښود او ویې ویل، د پنجشېر د مقاومت جبهې د یوې بړخې مسوول دی او په سنګر کې دی.

1 COMMENT

  1. امریکا او د افغانستان ټول دښمنان په دې ښه پوهېږي چې د افغانستان څخه خپل غچ څه ډول واخلي، کومه سزا ورکړي او څرنګه یې د پرمختګ مخه ونیسي. د دې لپاره تر ټولو ښه سزا طالبانو ته د واک سپارل وو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب