Home+د ټکنالوژۍ په مرسته د کورونا د ناروغانو پېژندنه

د ټکنالوژۍ په مرسته د کورونا د ناروغانو پېژندنه

تاند- جنوبي کوریا ژر یوه سیاره پروژه پیلوي چې د مصنوعي ذهانت، څېره پېژندونکې ټکنالوژۍ او د زرګونو امنیتي کمرو په مرسته په کورونا اخته کسان ومومي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پروژه به په پیل کې په بوچیون ښار کې عملي شي چې پلازمېنې سیول ته نژدې د جنوبي کوریا تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی.

په دې پروژه کې، چې په راروانه جنورۍ میاشت کې پیلېږي، د څه باندې ۱۰ زره ۸۴۰ امنیتي کمرو، چې په ښار کې نصب دي، تصویرونه تحلیل کېږي او ورڅخه په کورونا اخته کسان پېژندل کېږي.

که څه هم ډېر کسان دا په خپل خصوصي ژوند کې مداخله ګڼي خو د کورونا له درکه پېښو شویو ستونزو دولتونه مجبوره کړي چې پر یو شمېر هغو قوانینو او قواعدو، چې په خپله یې جوړ کړي، سترګې پټې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...