شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پښتانه، پښتو او طالبان / جاوید ستانکزی

پښتانه، پښتو او طالبان / جاوید ستانکزی

د اګست میاشتې په 15 طالبانو د جنګ له لارې کابل ونیو او د افغانستان جمهوری دولت چې درې ولسمشریزې دورې یې بشپړې کړی وې، ړنګ کړ. دا دوهم ځل دی چې طالبان په کابل واکمنیږي او د خپل نظام د رامنځ ته کولو کوښښ کوي. که څه هم طالبان او د دوی خواخوږي په دی نظر دي چې واک یې د ولس د ارادې او ملاتړ پر مټ ترلاسه کړی خو ځمکني واقعیتونه نور حکایتونه بیانوي. د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وروسته کابل ته د پاکستاني څارګرې ډلې د مشر سفر، په کابل کې د پاکستان د سفیر فعالیتونه او د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د پاکستانی دولت له لوري لابي دا څرګندوي چې طالبانو د پردیو په مرسته او د پردیو د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره  د افغانستان منتخب حکومت ړنګ کړ او هیواد یې یو ځل بیا د بدمرغیو کندو ته وغورځاوه. 

د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډول ډول بحثونه پیل شوي چې ځینو ته په لاندي ټکوسره خپل ځواب د ځان حق بولم. 

آیا طالبان یوازې د پښتنو نمایندګي کوي: نن سبا د ځینو مغرضو رسنیو او کړیو له لوري په خواله رسنیو کې داسې کمپاینونه په لار اچول شوي چې ګواکې د طالبانو نظام د پښتنو نظام دی او دا چې پښتانه غواړي د زور له لارې د افغانستان په نورو قومونو واکمني وکړي او د هغوی حقوق سلب کړي. خو که حقیقت ته ځیر شو، طالبانو د نورو قومونو په پرتله پښتنو ته زیات زیان اړولی چې په دی لیکنه کې نشي خلاصه کیدای. په کال ۲۰۰۲ کې د طالبانو له سقوطه تر بیا بیا واکمنیدو پښتون میشته سیمې نا امنه کړې وې او په یادو سیمو کې یې د هلکانو او انجونو ښونځي تړلي ؤ چې له امله یې دوه نسله پښتانه ځوانان د سواد له نعمته محروم پاتې شول چې اغیز به یې په راتلونکو کلونو کې احساس شي، په یادو سیمو کې د روغتیایي اسانتیاؤ مرکزونه بند او د نویو د ودانولو پروژې په ټپه ولاړې وې، د ټولګټو پروژو د پلي کولو مخه نیول شوی وه،  سیاسیون، مخور او علما یې ترور کیدل د بیلګې په توګه عبدالله لغمانی، ارسلا جمال، جنرال عبدالرازق، جنرال عبدالجبار قهرمان، مفتي حنفی او شهید ډاکټر نجیب الله احمدزی او داسی ډیر نور چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي خو بیا هم ځینې مغرض کسان وایي چې د طالبانو تر نامه لاندی پښتانه د افغانستان د نورو قومونو حقوق صلبول غواړي البته چې دا دعوا نه یواځې له حقیقته لری بلکه د پښتنو قربانیو او هیواد پالنې ته سپکاوی دی. 

په دې کې شک نشته چې د طالبانو اکثریت پښتانه دي خو دا هم حقیقت دی چې ټول پښتانه طالبان نه دي او نه د طالب د فکر یا د هغوی د هویت نمایندګي کوی. د افغانستان د ولس د خوښیو او پرمختګ دښمنان د افغانستان د هیڅ قوم استازي توب نه کوي لکه څرنګه چې تاجک خراسانیان د ټولو تاجکو استازیتوب نه کوي، په هزاره ؤ کې د فاطمیون ډلې ملاتړي د هزاره ؤ استازیتوب نه کوي همدارنګه پښتانه طالبان د ټولو پښتنو استازیتوب نه کوي او د ددوی په کړنو ټول پښتون قوم ګرم ګڼل غلط او د نه منلو فکر دی.  

که چیرې د حقوقو او برخې موضوع ته ځیر شو نو ویلای شو چې په تیرو ۱۹ کلونو کې له پښتنو پرته د نورو ټولو قومونو حقوق خوندي ؤ بلکه حقیقت خو دا دی چې د قاطع اکثریت با وجود پښتانه له خپلو بنیادی حقوقو  چې تعلیم، صحت او د خوندي ژوند څخه عبارت دي بې برخې پاتي ؤ. حال دا چې تاجکو په حکومت کې تر ټولو ډیره برخه درلوده، هزاره قوم په واک کې د خپل وجود له کچې زیاته برخه درلوده او تل یې د خپل قوم د نسل وژنې درواغجن کمپاینونه په لار اچولي ؤ او بیدریغه بهرنې مرستې او تحصیلي بورسونه یې ترلاسه کول. پښتنو تل د طالبانو په مقابل کې اواز پورته کړی خو ایا تاجکان، هزاره او ازبکان هم حاضر دي چې په خپل قوم کې د ورانکارو کړنې وغندي: 

د افشارو فاجعه، رقص مرده، د ښځو د سینو پری کول، د پښتنو په سرونو کې میخونه ټک وهل، د قروت د تلفظ په جرم د پښتنو وژل، دسپږو خرڅول، د خراسان کمپیاین، په پارلمان کې د نماینده له لوري د انسان وژونکو د ملاتړ په پار وسله پورته کول، حکومت ته د ارګ د نیولو اخطار ورکول او حتی د افغان له نوم څخه منکریدل دا ټول هغه څه دي چې تاجکو، هزاره او ازبکو په افغانستان کې ترسره کړي خو پښتنو د دغو کړنو په تور هیڅکله هم ټول تاجک، ازبک یا هزاره قوم ګرم نه دی ګنلی نو د طالب د ورانکاریو لپاره ټول پښتون قوم ګرم ګڼل نه یواځې غلط عمل دی بلکه د غندنې وړ دی او باید په مقابل کې یې اواز اوچت شي. 

لکه څرنګه چې پورته وویل شول طالبانو تر هرچا زیات پښتنو ته زیان اړولی او پښتنو تل په ډاګه د طالبانو مخالفت کړی خو بیا هم د طالبانو د کړنو پیغور پښتنو ته ورکول کیږي خو برعکس پښتنو هیڅکله د فاطمیون په ملاتړ ټول هزاره قوم ته تروریست نه دی ویلی خو د دی برسیره په رسنیو او خواله رسنیو کې موجود تاجک او هزاره فاشستان په ډیره بې شرمي سره دغه ډول لیکنې او څرګندونې کوي او د دوی په ځواب کې تاجک او هزاره سیاستوال چپه خوله ناست دي. 

له پښتو ژبې سره د میرې چلند: په تیرو ۱۹ کلونو کې له پښتو ژبې سره چې کوم چلند کیده هغه ته د بیان اړتیا نشته، په دولتي ادارو کې پښتو ژبه مړه او حتی کوښښ کیده چې د ښونځیو له نصاب څخه بهر شي. 

آیا ولسمشر غني فاشست دی: په دی هکله یواځې دومره کفایت کوي چې که څوک دا ثابته کړي چې ښاغلي ولمسشر له نورو قومونو یا ژبو سره تبعیضي چلند کړی وي. آیا د ولسمشریزې ماڼۍ ټول کارکونکي پښتانه ؤ، د چارو د ادارې ټول تشکیل پښتون ؤ، آیا تاجک، هزاره یا ازبک د ولمسشر په کابینه کې موجود نه ؤ آیا ښونځیو نصاب تبدیل شوی ؤ. که چیري د ولسمشر غني دواړو دورو ته وکتل شي نو جوته به شي چې پرمختیایې بودجه په کومو ولایاتو کې کومو پروژو ته تخصیص شوی وه، آیا دا یواځې پښتون میشته ولایات ؤ او که متوازن تقسیم ؤ. حقیقت خو دا دی چې د ولسمشر غني په حکومت کې په ارګ دننه او په وزارتونو کې ترټولو زیاته ونډه د هیواد لږکیو ته ورکړل شوی وه.  

زه له دري یا فارسي ژبې سره هیڅ ستونزه نه لرم بلکه زما ډیر نږدي ملګري په دري یا فارسي ژبه خبري کوي خو پښتو نه یوازی زما مورنۍ ژبه ده بلکه زما د کلتور، ارزښتونو او دودونو آیینه ده. پښتو ژبه دومره غني ده چې له ایران او یا پاکستان څخه د مصطلحاتو واردولو ته اړتیا نلري. د دی ترڅنګ چې نورو له پښتو ژبی سره د میري چلند کړی، خپله پښتنو هم د خپلې ژبې حق نه دی ادا کړی، د بیلګې په ډول: د هیواد په مختلفو لویو ښارونو کې میشت پښتانه په پښتو ژبه خبرې نه کوي چې دا عمل نه یواځی له خپلې مورنې ژبی سره جفاده بلکه د پښتون قوم هویت سره خیانت دی. په هیواد کې دننه او په نړیوالو کنفرانسونو کې پښتانه مشران د پښتو پرځای په دري ژبو ویناوی کوي او یا د پښتو پرځای د فارسي ژبې ژباړې ته ترجیح ورکوي چې دا عمل په نړیواله کچه د پښتو اهمیت کموي. 

د دی خبرې بیا تکرارولو ته اړتیا نشته چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، په دغه جغرافیه کې میشت ټول کسان د دغه هیواد اتباع دي او له یو ډول حقوقو برخمن دي. د افغانانو په منځ کې تقسیم او نفاق رامنځ ته کونکي د تل نابود او سرټیټي وي. 

د پښتنو او پښتو مخالفینو ته د لایق صاحب دا شعر ډالې کوم: 

که می سل کاله څوک وچ په پوله پریږدي – زه کبل یم زرغونیږم نه ورکیږم

4 COMMENTS

  1. پوره حقیقت دی ویلی دغسی لیکنی وکړی چی خلک په واقعیاتونو پوه شی . تیرو شلو کلو بلکم څلویښتو کلو کی پښتون ځپل شوی خوار شوی مکتب یی نړول شوی سرک یی ویجاړ شوی کلنیک نلری انتحاری او انفجاری د دوی اولادونه تباه کړل کورونه یی وسول باغونه یی وچ شول جنرالان ټول د یوی ولسوالی و پوهنتون کی ۰۹۰٪ همدا یو قوم و لیلیه مرکز کی به م دشپې په ارام خوب نشو کولای سبق خو پریږده استاد به له تعصبه ډارب کړو تهدید او پیغورونه و اوغان غول اوغان کوچی ….پنجشیر، بامیان داینکندی جوزجان او سمت شمال کی انتحار نه و پنجشیر او بامیان د میلو ځای و خو هلمند کندهار پکتیا ننګرهار لغمان کی هره ورځ د وینو رودونه بهیدل فیشن عبدالله کاو او مړی دپښتنو نه شمیرل کیدل دا څه حال و آخر ولی اوش لا بله سپین سترګی ګوره چی له توری ګولی لا بدتره راباندی لګیږی وای د طالبانو حکومت د پښتنودی عجبه خبره کوی طالبان خو دی قاتلان د پښتنو

  2. لیکنه مو ډیره پر ځای ده. البته باید وویم چی د تاند ویب پاڼی د لوستونکو شمیر ډیر کم دی او دغه ډول لیکنی په خاصه توګه باید د نورو قومونو خلکو (تاجک، هزاره، ازبک او نور) ته ورورسول شی، ترڅو دوی هم یوڅه فکر وکړی مخکی ددی چی خپل د تعصب او تبعیض نه ډک نظرونه د پښتنو پرضد د ټولی نړۍ سره شریک کړی.
    پښتانه او د دوی راتلونکی د جهادیانو او همدی وحشی طالبانو د لاسه په یوه ډیر بد حالت کی ځای لری.

  3. محترم جاوید ستانکزې صیب په لیکنه کی دی سپینی خبری کړی او د هغو ترخو واقیعتونهو نه دی پرده پورته کړی چی زمونږ پښتون ولس ورسره همیشه لاس او ګریړان دی. پښتاته له هر لوری په ډیره بی رحمۍ وژل شوی، ربړیدلی او بی کوره شوی خو نه يی چا غږ را پورتت کړی او نه يی چا غږ اوریدلی دی

    د تالبانو د واکمنۍ را پدیخوا هم د پښتنو په سیمو کی بی شماره پټی او مرموزی وژنی روانی چی تالبان پکی لاس لری او پښتانه وژنی.

    د ارواښاد صاحب شاه صابر صیب هغه شعر را په زړه شو چی په څو بیتونو کی يی د پښتنو په حال د خپل زړه درد را نغښتی دی.

    څه د جلوس څه د جلسی څه د غزا شهیدان
    مونږ بی هنرو پښتنو سره بلا شهیدان

    په میدان ما جنګوی ماله شاباسی راکوی
    خو دمیدان په ویش کښی نه منی زما شهیدان

    مونږه د یو جنګه خبر نه شو چی چا وګټو
    مونږه د هره جنګه راوړه د دنیا شهیدان

    مونږ د دی دور د فرات په غاړه مړه د تندی
    مونږ د دی دور د تاریخ د کربلا شهیدان

    خپل پردی کوم یو زورور پکښی سر ونه خوړو
    دا د کابل شهیدان ښکاری په رښتیا شهیدان

    چرته د یو څلی به پورته شی شغله د رڼا
    په دی تیارو کښی دی هیر مه شه د رڼا شهیدان

    نن سبا ډیر زورور نه منی رښتیا خبره
    مونږه په نن سبا کښی واخله خامخا شهیدان

    ارواښاد صاحب شاه صابر

  4. سلامونه جاوید ستانکزې صیب، لکه څنګه چې نورو محترمو کسانو لیکلې د تاسودلیکنه دې د حقیقت پر بنسټ. دغه دردونه موږ لیدلی او وینوېې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب