جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد نيمروز نښتې ته غبرګونونه، ايران او ط ناسم پوهاوی وباله

د نيمروز نښتې ته غبرګونونه، ايران او ط ناسم پوهاوی وباله

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏په نيمروز کې د طالبانو او ايراني پوله ساتونکو پرونۍ نښتې ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د ایراني او طالب پوله ساتو ترمنځ پرونۍ نښته له څو ساعتونو وروسته درېدلې ده.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې نښته د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته شوې ده.

د ایران سپاه پاسداران ډلې ته منسوب تسنیم خبري اژانس ویلي چې نښته وروسته له دې پیل شوه چې یو شمېر ایراني کروندګر له هغو دېوالونو واوښتل چې ایران د قاچاقبرو د مخنیوي لپاره جوړ کړي او طالبانو فکر وکړ چې د دوی پر پوله تېری شوی دی.

 په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د خپل هیواد د بهرنیوچارو وزارت د ویندوی سعید خطیب زاده په قول لیکلي چې د دواړو خواوو د پوله مېشتو ترمنځ اختلاف پر یو بل د ډزو سبب شو خو د دواړو هیوادونو د پوله ساتو په همږغۍ جنجال پای ته ورسېد.

د افغانستان په جمهوري نظام کې د ملي امنيت شورا دفتر يوه مشاور داود ناجي ويلي، چې په څه باندې درې مياشتې واکمنۍ کې له ګاونډيو هېوادونو سره دا د طالبانو دويمه نښته وه.

هغه په کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتې يادونه کړې او ویلي، چې طالبانو حتا خپلو دغو سرسخته ملاتړو ګاونډيانو سره هم ګوزاره ونه کړای شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې بيا غبرګونونه بېل بېل دي.

ځينو طالب پلوو کسانو ويلي، چې طالبانو د ايران ځينې سرحدي پوستې نیولي، چې دوی یې ستایي.

يو شمېر نورو خلکو بیا ویلي، چې طالبان دې د يوه جنګي ګروپ له حالت څخه نور ځان وباسي او د حکومت د واکدارانو په توګه دې خپل مسوولیتونه وپېژني.

د دوی په وینا خلک ډوډۍ نه لري، له لوږې مري او طالبان بايد نه بايد نور هم وطن جګړو ته کېکاږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب