موږ کله وار داسې څه له خولې څخه وباسو، چې په دقیق مانا یې نه پوهېږو، خو په خپله ژبه کې خوند ترې اخلو، یا یې که بل څوک راته ووایي، بیا هم خوند ترې اخلو. تېره ورځ خبره مې په را زړه شوه، چې کاکا ته چا غږ وکړ: ــ کاکا، راځه چای مای وچکو.
کاکا وخندل چای خو به وڅښم، خو مای یې څه شای وي؟
هلک هم وخندل وویل: دا یې بیا بیل خوند لري.
رښتیا هم طبیعي ژبه یا د عامو خلکو ژبه او لهجه ډېره خوږه او خوندوره وي، هر لفظ او کلمه یې ښه مانا لري.
هلک او کاکا یې په مطلب په نشول، خو په خوند یې پوه شول، خو زه چې ډېر ځله علمي خلک ګورم، هغه یې په مطلب پوهېږي خو په خوند یې بلکې نه پوهېږي، دا خبره مې ځکه وکړه، چې ځیني علمي خلک پوهېږي “چای مای” یعنې (مای) دلته څه مانا لري، خو استعمالوي یې نه. خو بیا اکثره بې تعلیمه خلک یې په مانا نه پوهېږي خو په خوند یې پوهېږي.
کله وار داسې هم کېږي، چې چا څخه پوښتنه وکړې، چې څه وخت دی؟ درته وایي: ټیک ټاک یوه بجه ده.
چې بیا پوښتنه ترې وکړې، چې ټیک خو مانا ورکوي، چې ټاک یې پسې څه ته وایي، بیا هم خاندې.
په پښتو ژبه کې عبارت په ډېر ډولونو ویشل شوی بیا قیدي عبارت بیا په څو برخو ویشل شوی، خو دلته مطلب مې ټینګاري قیدي (کړول) عبارت/ غونډ دی.
په پښتو ژبه کې ټینګاري قیدي عبارتونه له دوو هم آهنګه او هم مانا ویونو (لغاتونو) څخه رامنځ ته شوي دي.
ټینګاري عبارتونه په درې ډوله دي:
الف: چې یو ویي (کلمه) په یوه غونډ (عبارت) کې تکرار شوې وي، لکه:
لږ لږ، ورو ورو، ژر ژر…
ب: چې یو لفظ په لږ تغیر سره په یوه غونډ کې تکرار شوی وي، لکه: ټیک ټاک، ډز ډوز، ټک ټوک …
مونږ پورته عبارتونو کې ګورو چې یو لفظ په یو عبارت کې یو ډول تکرار راغلی دی، خو یو توری توپیر سره راځي، چې دا خپله د ټینګاري عبارت یو ډول دی، چې په یوه موضوع ټینګار کېږي.
ج: چې په دوهمې کلمې کې د لومړي توري پر ځای (م) یا (پ) یا (ب) یا (و) راوړل شوی وي، لکه: خړ پړ، ژېړ پېړ، لرګي مرګی، چای مای، خور ور، ګډ وډ، هک پک… (تږی، ۱۳۵۷:۲۳)
په پورته عبارتونو کې (م، پ، ب او یا و) راوړل شوي دي، چې د ټینګاري عبارت یو ډول یې جوړ کړی دی. چې په دې ډول که یو عبارت راشي، ټینګار به په راغلی وي او د دې تر څنګ به خوند هم لري.