پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د کلب هاوس نوې ځانګړتیا

د کلب هاوس نوې ځانګړتیا

تاند – د کلب هاوس کاروونکي له دې وروسته کولی شي چې په (iOS) اندروید کې له (Replay) څخه په استفادې په رومونو (خونو) کې خبرې ثبت او بېرته خپرې کړي.

د دې ځانګړتیا ګټه دا ده چې که کاروونکي یوه خونه له لاسه ورکړي، په خونه کې شوې خبرې له ځان سره خوندي کولی شي.

د هر روم یا خونې کاروونکي کولی شي د Replay وړتیا فعاله یا غیر فعاله کړي.

تر دې وړاندې کاروونکو یوازې هغه په انلاین حالت کې، د خپلو خونو خبرې اورېدای شوای خو د بیا خپرولو امکان یې نه درلود.

پخوا که به په کومه خونه کې کاروونکي نه وو، په هغې خونې کې شوې خبرې یا د بحث محتوا به له منځه تله خو اوس کلب هاوس هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي چې کوربانه خپل بحثونه ثبت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب