دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرچینه:د مامورينو د معاشونو تخنيکي ستونزه حل شوې

سرچینه:د مامورينو د معاشونو تخنيکي ستونزه حل شوې

تاند:( چار شنبه، د عقرب دولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، د ملکي مامورينو د ځنډیدلو معاشونو د ورکړې د احتمال خبر ورکوي.

دغې سرچينې تاند ته وويل، چې د يو ډېر شمېر ملکي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ دليل دا دی، چې طالبانو د دغو کارکوونکو د بستونو او معاشونو په اړه بيا کتنه کوله.

سرچينه زياتوي، چې په دې اړه د طالبانو د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ټاکل شوي يوه کميسيون خپل کار بشپړ کړی او پايلې يې د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه کې شريک او د دغې شورا تاييدي رايه ترلاسه کړی ده.

د ماليې وزارت يوه سرچينه بيا وايي، چې د ملکي مامورينو د معاشونو د ځنډ يو پټ دليل، دندو ته د يو شمېر ملکي مامورينو له هېواده وتل، له دندو ګوښه کيدل يا نورې پلمې دي، چې طالبانو ورسره د يوه برخه مامورينو معاشونه خوړلي يا سپما کړي دي.

ويل شوي، چې د روغتيايي او تعليمي کارکوونکو د معاشونو په ځنډولو کې د طالبانو هڅه دا ده، څو د خدمتونو له ټکني کيدو سره نړيواله ټولنه د دغو سکتورونو د معاشونو ورکړه پر غاړه واخلي.

د ماليې وزارت سرچينې تاند ته وويل، چې د ملکي مامورينو او اين ټي آی معاشونو د بيا کتنې په اړه د طالبانو د کابينې له تصويب وروسته د معاشونو د ورکړې زمينه برابره شوې او د زر اجرآ کيدو امکان يې شته.

له دې سره، سرچينه انديښمن دی، چې که طالبان د معاشونو د ورکړې په اړه پلمو ته مخ کړي، کيدای شي بيا د معاشونو ورکړه وځنډيږي.

د افغانستان په سلګونه زره ملکي مامورين د طالبانو له واکمنیدو او ان د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې د مياشتو- مياشتو معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو په عمومي ډول خلکو ته د دې ستونزې د حل ډاډ ورکړی، خو عملا يې له محدودو څو وزارتونو او ادارو پرته د نورو معاشونه نه دي ورکړي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح تېره اونۍ وویل، چې حقاني شبکې د طالبانو ماليې وزارت او مالي امکانات انحصار کړي، تر دې چې د طالبانو جنګياليو ته يې هم لا د معاشونو او لګښتونو بوديجه منظوره کړې او ورکړې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب