یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامارات نن د لسګونه افغان مړو جسدونه کابل ته لېږدوي

امارات نن د لسګونه افغان مړو جسدونه کابل ته لېږدوي

تاند:( چار شنبه، د ميزان اته ويشتمه) ‏د طالبانو ټرانسپورټ وزارت وايي، چې نن به د کابل – ابوظبۍ تر منځ د الوتنو ځنډيدلې لړۍ بيرته پيلیږي.

سرچينې ويلي، چې په دې ترڅ کې به نن له ابوظبۍ څخه لومړنۍ الوتکه نن کابل ته وشي.

په دې الوتکه کې به له متحده عربي اماراتو څخه د هغو افغانانو جسدونه خپل هېواد ته ولېږدول شي، چې په وروستيو کې مړه شوي او د الوتنو د توقف له کبله یې جسدونه له لېږدولو پاتې دي.

معلومه نه ده، چې له کابل څخه به کله متحده عربي اماراتو ته الوتنې پيل شي.

د الوتنو د دغه ځنډ له کبله په کابل او متحده عربي اماراتو دواړو کې لسګونه زره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د‌ طالبانو له واکمنیدو سره، د افغانستان او بهرنيو هېوادونو ترمنځ راشه درشه هم سخته ټکنۍ شوې ده.

د الوتنو ځنډ يو لوی دلیل د کابل نړيوال هوايي ډګر غیر فعاله کیدل ښودل شوی.

دغه هوايي ډګر د طالبانو له واکمنیدو سره، د لسګونه زره هغو افغانانو د هجوم شاهد و، چې د طالبانو له وېرې يې هېواد نه تېښته کوله.

د کابل هوايي ډګر چارواکو ويلي، چې د وروستي هرج و مرج په ترڅ کې، دغه هوايي ډګر تر ۱۰۰ ميليونه ډالرو تاوان ليدلی.

طالبان سره له دې، چې قطر او ترکیه یې د دغه هوايي ډګر په بیرته فعالولو کې مرسته کوي، خو تر اوسه د کابل هوايي ډګر د وضعيت په بيرته عادي کولو نه دي توانېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب