یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله پاکستان سره اړیکو ته د امریکا نه لېوالتیا اسلام اباد نهیلی...

له پاکستان سره اړیکو ته د امریکا نه لېوالتیا اسلام اباد نهیلی کړی

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۹) پاکستاني چارواکي په دې هم سخت غوسه دي او هم نهیلي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د اسلام اباد په سفر کې یوازې پر افغانستان تمرکز درلود.

پاکستان تمه لرله چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره وینډي شرمن به له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې په څه ډول پاکستان یو وار بیا په سیمه کې د امریکا په ستراتیژیک دوست هیواد بدلېدای شي او د پخوا په شان پاکستان ته پوځي او مالي مرستې پیل کړي.

په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د امریکايي پوخیانو له راتګه وروسته پاکستان احساس کاوه چې د لوېدیځ لپاره یې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی خو په وروستیو کې، چې د افغانستان جمهوري حکومت او نظام وپرزېد او امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، پاکستان ته هیله پیدا شوې وه چې امریکا به یو وار بیا په سیمه کې پر پاکستان حساب پرانیزي او ستراتیژیک اهمیت به ورته پیدا کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د پاکستان له باندنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره یوازې د افغانستان او طالبانو په اړه خبرې وکړې. دې نه یوازې دا چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتلو لپاره ځان ته زحمت ورنه کړ بلکې له قریشي، باجوه او نورو چارواکو سره یې د امریکا او پاکستان د اړیکو موضوع ته هیڅ راز اشاره ونه کړه. که څه هم قریشي او نورو پاکستاني چارواکو د امریکا او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وینډي شرمن په دې توګه پاکستان ته دا پیغام ورساوه چې اسلام اباد ته د دې سفر د یوې خاصې او محدودې موضوع په اړه دی نه د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، پاکستان توقع لرله چې امریکا به له پاکستان سره د نویو اړیکو باب پرانیزي خو داسې ښکاري چې امریکا نور پاکستان ته اهمیت نه ورکوي. دوی په غبرګون کې ویلي چې پاکستان هم باید نور پر امریکا حساب ونه کړي.

د امریکا د حکومت پخواني چارواکي په زغرده وايي چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې له امریکا سره له دوه مخۍ کار واخیست، له یوې خوا یې ځان د امریکا متحد ښوده، خو له بلې خوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

د دغو چارواکو په منځ کې یو هم د ټرمپ د حکومت د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر دی چې د اکتوبر په ۸مه/ میزان ۱۶مه یې د افغانستان په اړه د کانګریس د کمېټې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې پاکستان له امریکا سره دوه مخي کړې او ویې ویل چې له پاکستان څخه باید له ناټو دباندې د لوی متحد نوم واخیستل شي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار وویل، د ده په باور باید پاکستان ته هیڅ ډول مرسته ورنه کړل شي ځکه چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې هم له امریکا سره متحد و او هم یې د طالبانو ملاتړ کاوه. «فکر کوم پاکستان ته د خپل هغه چلند په خاطر چې له کلونو راهیسې یې درلود، باید سزا ورکړل شي. فکر کوم دوی باید د حقاني شبکې، طالبانو او لشکر طیبه په شان د جهادي تروریزم د ملاتړ په خاطر، چې بشریت ته ګواښ دي، له نړیوالې انزوا سره مخامخ شي.»

تر دې وړاندې تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن کانګریس ته وویل، پاکستان په تېرو شلو کلونو کې له یوې خوا د ترور پر ضد د امریکا د جګړې ملاتړ کاوه خو له بلې خوا یې په همدې موده کې ترهګرو ته پناه ورکوله او د هغو یې ملاتړ کاوه.

د امریکا اوسني ولسمشر له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره تراوسه خبرې نه دي کړي او په دې خاطر عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو په ځلونو ګیلې کړي دي.

په عین حال کې، پاکستان د دې لپاره چې ځان امریکا ته نژدې وښيي او د امریکا باور ترلاسه کړي، په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان په ځلونو ظاهراً پر امریکا نیوکه وکړه چې خپل ځواکونه یې ژر وایستل او باید له بیړې یې کار نه وای اخیستی.

عمران خان په یوه مرکه کې دا هم وویل چې امریکا باید طالبان ځپلي وای او بیا یې له هغوی سره له قوي دریځه خبرې پیل کړې وای.

2 COMMENTS

  1. every American and usA government know that;
    1,pakistan is very smart player of lie policy always shows two face.
    2/pakistan is home of thousands islamic fundamentalism schools and have thousands terrorists.
    3/pakistan is close with china,america must avoid any help with pakistan/
    4/ INDIA IS ONE STRONG COUNTRY AND TRUSTED POLITICAL FRIEND WITH USA.
    5/pakistan do not fallow islamic rules.example hira mundahee
    islamic countries must not trust pakistan as a muslim country.

  2. یوه خبره باید په ډیر زغرده ووایو چی امریکا هیڅکله نغواړی چی پاکستان له ځانه خفه کړی ځکه که د تاسی په یاد وی همدی ټرمپ یوځل وویل چی موږ پاکستان ته ۳۳ ملیارده ډالره ورکړل مګر موږ سره یی دوکه وکړه او همدارنګه زیاترو د امریکا دیموکرات او جمهوری پال ګوندونو سیاسیونو دا خبری په تکراری ډول کولی چی پاکستان باندی باید بندیز ولګول شی هغه هم د دوی په استخباراتی او نظامی ځواک په چارواکو باندی ځکه چی اوسنی ټول ماتی اصلی لامل د پاکستان دوه مخی ده چی اوس یی دوی په تکراری ډول رسانیو کی ورباندی خبری کوی
    زما په اند کچیری دوی له لومړی ځل څخه یعنی ۲۰۰۱ څخه نیولی بیا تر ۲۰۱۴ پوری د افغان سیاسیونو او دولتی استخباراتی او نظامی او همدارنګه لوړ پوړی سیاسی چارواکو او په تیره بیا رسانیو له لاری هغه سیاسیونو چی نړیوالو ته وویل چی په پاکستان باید سیاسی او اقتصادی فشار راوړل شی ترڅو هند او افغانستان او په مجموع کی نړیوال او سیمه ایز هیوادونو د دوی او اسراییلو له شره په آمان شی مګر همدی امریکا او دوی ملګرو د افغان سیاسیونو او مشرانو خبری بابزی ګڼلی او دوی خبرو او معلوماتو ته ارزښت نه ورکاوو او نه یی ورکوی ځکه یوه وخت داسی راپورونه خپاره شول چی امریکا غواړی چی د پاکستان ځینی سیاسی، استخباراتی او نظامی چارواکی په تورلیست کی واچوی کله چی دوی خپل تحقیقات وکړل هغه ټول د دوی نږدی ملګری او متحدان پاتی شوی نو بیرته دوی له خپلی پریکړی تیر شول ، همدا اوس یی هم وخت کچیری د هند حکومت او ولس سره په هماهنګی او د افغان ولس په تیر ۴۵ کلنه جګړی په اړه هر اړخیز کتنه وکړی نو پدی پوه شی چی دا ټول اور پاکستان نه بلکی پنجاب بل کړی دی ځکه همدا پنجاب ده چی سندیانو، پښتونخوا او بلوڅانو په حقونو باندی منګولی لګولی او په حقونو نړی هم سترګی پټی کړی چی پدی کی نړیوال کولای شی چی د دوی غږ واوری او له هند څخه پدی برخه کی نظامی او سیاسی مرسته وغواړی او همدارنګه د افغان ولس له کړیدلی او دردیدلی سیاسیونو څخه سیاسی مشوره واخلی او په پاکستان حد اقل ۱۰ یا ۱۵ کاله سیاسی او اقتصادی بندیز وضع کړی ترڅو نړی پوه شی چی دا ټول فساد په پنجاب کی دی نه په ټول پاکستان کی ځکه دوی خپل ټول ولس ته د حق په ورکولو باندی قایل ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب