جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتقي: امریکا دې د دوحې تړون ته زمن پاتې شي

متقي: امریکا دې د دوحې تړون ته زمن پاتې شي

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تېره شپه د بهرنيو ديپلوماتانو لپاره مېلمستيا جوړه کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې د خپل حکومت غوښتنې مطرح کړي.

متقي په دې ناسته کې بهرنيو ديپلوماتانو ته ويلي، چې دوی له نړۍ سره د نوي دوه اړخیز تعامل فصل غواړي پيل کړي.

طالب وزير له امریکا متحده ایالاتو سره د دې ډلې د دوحې تړون د دغه تعامل او فصل ښه سرچينه ګڼلې او له متحده ايالاتو يې غوښتي، چې دغه تړون ته زمن پاتې شي.

امير خان متقي له نړۍ سره د دغې ډلې په دوه اړخيزه احترام تاکید وکړ او ويې ويل، چې د دوه اړخيزو ګټو او متقابل درناوي په آساس به خپل تعاملات تر سره کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د امريکا متحده ايالاتو په سنا جرګه کې پر طالبانو او د دوی د هر اړخيز ملاتړ له کبله پر پاکستان د بنديزونو د وضع کيدو يوه طرحه تر کار لاندې ده.

طالبان او پاکستان دغه ګام وارخطا کړي او هڅه کوي، چې متحده ایالات او نړۍ د دوی خلاف د داسې اقداماتو د وضع کيدو مخه ونيسي.

پر کابل د طالبانو د واکمنۍ نيږدې دوه مياشتې پوره کيږي، خو د دوی حکومت ان تر ټولو نيږدې ملاتړي هېواد يې پاکستان لا په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. د افغانستان دورانولو او دافغانانو د وژلو لپاره درسره الهی نصرت ملګری و
    خو د افغانستان د حکومت چلولو لپاره کفری نصرت ته اشد ضورت لرۍ
    لری نه د چی ستاسو د منافقت له امله درباندی دذلت ورڅی راشی ځکه چی په زرګونو بی ګناه افغانان مو په بمونو الوځولی او یا مو له تیغه تیر کړی پدی نوم چی د کفارو مرستی يی تر لاسه کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...