Homeخبرونهجلال آباد ښار کې د بې پلېټه وسایطو پر ګرځېدو بندیز ولګېده

جلال آباد ښار کې د بې پلېټه وسایطو پر ګرځېدو بندیز ولګېده

تاند (دوشنبه، د میزان ۵) د ننګرهار امنیه قومندانۍ په جلال آباد ښار کې د بې پلېټه وسایطو پر ګرځېدو بندیز ولګوه.

د دې ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ښار کې د بې پلېټه، رېکشاو، موټرو او موټر سايکلو پر ګرځېدو بنديز پرېکړه یې د ښاري نظم لپاره کړې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې له دې پرېکړې سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د سرچینې د پرېکړې له مخې دغه راز په ښار کې د شپې له لوري يواځې مسئولو امنيتي کسانو ته د فعاليت اجازه شوې نور هېڅ طالب سرتېری د ګرځېدو اجازه نه لري.

سرچینې دغه راز ویلې چې د افغانستان اسلامي امارت سرتېري دغه راز مکلف دي، چې د دندې پر مهال د مبايل له کارولو ډډه وکړي او زیاتوي چې باروړونکي موټرې هم ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې په دې ولایت کې په دې وروستیو کې بې نظمي د خلکو ژوند سخت تنګ کړی دی.

عام خلک هم د وروستیو پېښو یو لامل په ښار کې بې اسناده وسایط او بې نظمي یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...