جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهچین له افغانستان سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

چین له افغانستان سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې هېواد یې د طالبانو اسلامي امارت سره هراړخیزې همکارۍ ته تیار دی.

هغه نن د طالبانو د کډوالو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره د لیدنې پرمهال ویلي: د ژمي له راتلو مخکې به له افغانستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ژمنیو لباسونو او خوراکي توکیو مرسته وکړو.

چینایي سفیر دغه راز د کرونا واکسین د۳ میلیونه دوزو د مرستې خبر هم ورکړی.

د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر ویلي، چې یاده مرسته به له رسیدو سره زر پر داخلي بې ځایه شویو او نورو مستحقینو ووېشل شي.

چین مخکې هم له طالب امارت سره د ۳۱ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه

ظاهراً اوسه پورې چین یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو د اسلامي امارت له اعلانیدو وروسته یې دوی سره د مرستو اعلان کړی.

2 COMMENTS

  1. نو چین چې دا ځناور اوس واک ته رسېدلي بل جای کله موندلی سي، د يو ميليون په جای به چین د لسو ميليونو ډالرو ګټه تر اخلي چې په هر رنګ او نوم وي

  2. چين به د افغان ولس غوښي له هډوکو سره وخوري. ځوزماځوزي به زموږ د هيواد شتمني له جاهله موزي طالبه د اوربشو په بيه چور کړي. د چين لپاره اوس طلايي چانس ده سي زموږ طبعي شتمني داسي وشپيلوي لکه مرغی سي د غنم وږی وشپيلوي. چين خوښ ده سي د جاهل طالب حکومت څوک په رسميت ونه پيژني او دغه ددجال لښکر ځوزي ماځوزي به هر څه چور کړي?☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی