چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد ۱۰ وژل شویو د کورنۍ غړي وايي: بخښنه کفایت نه کوي

د ۱۰ وژل شویو د کورنۍ غړي وايي: بخښنه کفایت نه کوي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸) د هغې افغان کورنۍ، چې د ۷ ماشومانو په ګډون یې ۱۰ غړي په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول، پاتې کسان وايي، د امریکا له لوري بخښنه (Sorry) کافي نه ده.

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو جګپوړي قوماندان جنرال کینټ مکینزي په کابل کې د تېرې میاشتې د حملې په خاطر بخښنه غوښتې ده.

ایمل احمدي، چې ۳ کلنه لور یې ملکه تېره میاشت (اګست ۲۹) د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شوه، اسوشیتیدپریس خبري اژانس ته پرون (یکشنبه) وویل چې د دوی کورنۍ د امریکا له حکومته غواړي چې په دې اړه پلټنه وکړي چې چا پر دوی د حملې امر وکړ او هغه پوځي ته سزا ورکړي چې د دې برید مسوولیت په غاړه لری.

احمدي زیاته کړه «دا زموږ لپاره کافي نه ده چې ووايي بخښنه غواړو. امریکا باید هغه کس پیدا کړي چې دا برید یې کړی دی.»

له بلې خوا سي این این د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) په قول وايي چې دوی مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی و چې په برید کې به ملکیان ووژل شي.

خو پوځ وايي چې خبرداری ډېر ناوخته ورکړل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب