چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد سعودي د بهرنیو چارو وزیر د فوري مشورې لپاره هند ته...

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د فوري مشورې لپاره هند ته لاړ

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود نن شپه ناوخته نوي ډیلي ته ځي چې له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه فوري سلامشوره وکړي.

شهزاده سعود به سبا (یکشنبه) د هند له باندنیو چارو وزیر ایس شنکر او بل سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شی، له صدراعظم نریندر مودي سره وویني.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات، چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی وو، دا ځل له طالبانو سره ډېر نژدې نه دي ځکه چې د دوی سیال قطر په خپله خاوره کې طالبانو ته دفتر پرانیست او په طالبانو کې یې د پام وړ نفوذ موندلی دی.

سعودي او متحده عربي امارات، چې پخوا له پاکستان سره ډېر نژدې وو، اوس هند ته لا ډېر نژدې شوي او د هند په شان د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په اړه اندېښنه لري.

هندي رسنیو او سعودي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان په اړه دواړه خواوې څه ډول فوري مشورې کوي.

خو هندي رسنۍ د خپل هیواد د حکومتي سرچینو په قول وايي چې دوی به له سعودي وغواړي چې باید پاکستان پرې نه ښودل شي چې په افغانستان کې خپله اجنډا پرمخ یوسي.

پاکستاني چارواکي داسې ښيي چې ګواکي طالبان د دوی کسان دي او د افغانستان برخلیک د دوی له لوري ټاکل کېږي.

نن د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي چې په خپل حکومت کې د افغانستان نورو قومونو لکه تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو ته ونډه ورکړي.

عمران خان دا ژمنه په دوشنبې کې د تاجکستان ولسمشر ته هم ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب