جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهتاجکستان او پاکستان موافقه وکړه چې د طالبانو او افغان تاجکانو ترمنځ...

تاجکستان او پاکستان موافقه وکړه چې د طالبانو او افغان تاجکانو ترمنځ خبرو ته به لار هواروي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یې موافقه کړې چې د طالبانو او د افغان تاجکانو ترمنځ به د خبرو اسانتیا برابروي.

د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتي خدماتو دفتر راپور ورکوي چې علي رحمان خبریالانو ته وویل، پرون (جمعه) د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د ده په کتنه کې ځانګړی تمرکز د افغانستان پر ستونزو و.

تاجک ولسمشر یو وار بیا دې مسلې ته د نړیوالې ټولنې پام ورواړاوه چې د تاجکستان حکومت د ټولو قومي ډلو په ګډون په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. تاجکان اونور قومونه باید په ټولشموله حکومت کې خپل مستحق ځای ومومي.

امام علي همداراز وویل چې د پنجشېر ولایت کړکېچ باید د اوربند په اعلانولو، د لارو په پرانیستلو او د دغه ولایت اوسېدونکو ته د بشري مرستو په رسولو حل شي او دا له عمران خان سره د ده د خبرو یوه مهمه موضوع وه.

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې د تاجکستان او پاکستان مشرانو په دې سلا وکړه چې دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره به پوره هڅې کوي.

 د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا له تاجک ولسمشر سره له خپلو خبرو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دواړو په دې موافقه وکړه چې له طالبانو سره به خبرې وکړي چې تاجکان، ازبکان اوهزاره ګان په حکومت کې شامل کړي.

1 COMMENT

  1. تاجک، ازبک، پښتون، هزاره او نور ورونه افغانان دی، نه بیلی بیلی ډلی او نور. پاکستان او تاجکستان او نور ګاونډیان باید ځمونږ په کورنیو چارو کی لاسوهنه ونکړی. ځکه د کرزی او غنی په دورو کی یی دا خبری ډیری تودی کړی وی چه دواړه یی سره د وسله وال پوځ سره ورک کړل،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب