Homeخبرونهپه جلال اباد او کابل کې چاودنو تر ۲۰ ډېرو کسانو ته...

په جلال اباد او کابل کې چاودنو تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۷) په کابل او جلال اباد کې نن په ۴ چاودنو کې لږترلږه ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جلال اباد کې د سهار په شاوخوا لس بجې په کابل اډې، څلورمې ناحیې او انګورباغ سیمو کې د طالبانو پر رینجر موټرو چاودنې شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

ویل کېږي چې په مرګ ژوبلو کې طالبان او عام خلک شامل دي.

طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

بله چاودنه تر غرمې مخکې د کابل د دشت برچې په سیمه کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲ تنه ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې دا چاودنه په یوه کورولا موټر کې د مقناطیسي بم په نتیجه کې شوې ده.

څرګنده نه ده چې د پېښې قربانیان څوک وو.

د دواړو پېښو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش ډله به په دغو بریدونو کې لاس ولري.

2 COMMENTS

  1. ډیر احتمال لری چه دغه کارونه د شمال لنډه غران د ګډوډی لپاره کړی وی.
    په جلال اباد کی به پخوا دغه ډول چاودنی د شمال د اوباشانو قوماندان حظرت علی لخوا تنظیم کیدلی او اوس هم شاید دغه کارونه د دغه قوماندان د ملګرو لخوا پلان شوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...