جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+روان سياسي او اقتصادي رکود ماتول غواړي

روان سياسي او اقتصادي رکود ماتول غواړي

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

اوسنى  مديريتي، اقتصادي، او سياسي بن‌بست مو د سابقه حکمرانانو او طالبانو لخوا د سولي د مخې ډب کولو پايله ده او د سولي د مخنيوي په هڅو کې دواړه اړخونه په يقيني ډول پړه ګڼل کېږي. البته زمونږ د  ازلي او ابدي دښمن، زلمي خلیلزاد د چټلو ارادو موضوع جدا ده. نوموړي د هغو شرکتونو د ګټو لپاره چې پکې اسهام، يا مديريتي ښکېلتیا لري او امریکا ته د وفاداري ښودلو لپاره د افغانستان د ګټو د قربانولو په موخه له طالبانو او د غني تر مشرتابه لاندې حکومت سره داسې شيطاني لوبه وکړه چې افغانستان يې عمداً په توپاني حالت کې څپانده سمندر ته لاهو کړ او مهمه لا دا چې هيڅ ښکيل افغاني اړخ ته هغه وقار او عزت ور په برخه نشو چې هغوى يې تصور  کاوه.

د امریکا لخوا د لوړو ځاني او مالي زیانونه له امله د جګړې  ډګر د پريښودو له پريکړې وروسته، خليلزاد په سيکالوجيکي توګه طالبان دقيقاً وپيژندل چې احساساتي افغانان دي، اکثريت يې ځوانان جوړوي او په جهادي روحيه په ناروا توګه د خپل حکومت د نړيدو د انتقام فکر په سرونو کې لري. غني يې هم درک کړى وو چې نوموړى يو ځان غوښتونکى او د واک مجنون شخص او د داسې فاسدو بى عقيدې او بى کلتوره اشخاصو لخوا په ذهني او جسمي توګه محاصره دى چې معنويت يې نه درلوده.

په هوکړه لیک کې د ځانګړو الفاظو د ځاى په ځاى کولو له لارې طالبانو ته داسې ذهنيت ورکړ چې امریکا غواړي، دغه ډله د راتلونکي حکومت مشرى وکړي. د افغانستان حکومتي اړخ يې په دغه بانه وغولاوه،   چې د کابل حکومت سره په خبرو کې شرکت کول نه غواړي او دا چې خليلزاد يې په مذاکراتو کې د ګټو د خوندیتوب ښه ممثل دى.

اصلاً خبره داوه چې خليلزاد  له چين او روسيې سره د رقابتونو او د چين له اقتصادي پروژو سره د حساسیتونو پربنسټ  غوښتل د افغانانو ترمنځ جګړه  د امریکا د ګټو لپاره تلپاتې وي او د امنیتي ملحوظاتو له امله چين په افغانستان کې د پروژو پيل ته زړه ښه نکړي. د ځينو لوړ پوړو امريکايي چارواکو څرګندونو څخه د امریکا ارادې معلوميږي چې وايي افغانستان د کورنئ جګړې په ډګر د بدليدو په حال کې دى.

که خليلزاد د وجدان  او حتى انسانيت په نوم کوم معيار باندي باور درلوداى، نو اوس باید د تل لپاره له سياست څخه څه چې له ټولې انساني ټولنې څخه باید ګوښه شوى واى، خو پوښتنه داده چې خليلزاد خو پردى اجنټ او د دښمن مامور وو. زموږ دواړو اړخونو ولې د اوسني ناورين د مخنیوي په هکله نه خپل ليدلورى درلوده او نه يې هم زما په شان د سلګونو نورو خلکو مکررو وړاندوینو باندې غوږونه ږرول؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو خو د افغانانو ترمنځ نه يوازي جګړو دوام وموند بلکې شدت هم پکې راغى. بين الافغاني مذاکرات پيل شول خو دواړه خواوې په ذهني توګه د يو بل منلو او د سولې په موخه د واک قرباني ته چمتووالى نه درلوده. طالبانو له دولتي پلاوي ته په ټيټه سترګه کتل او دولتي پلاوى د ارګ لخوا ديکټې کيده. په دولتي پلاوي کې يقيناً په ارزښتونو، ولس او هيواد مينو اشخاصو شتون درلود خو په عين حال کې ډيرى غړي يې داسې افراد وو چې د هيواد په ګټو، د ولس په دردونو او د سولې په اهمیت نه پوهيدل.

ولسمشر غني او د قطر سياسي دفتر چارواکي په ذهني توګه محاصره وو. دواړو خواوو ټوله انرژي او استعداد د يو بل په محوه کولو باندي لګوله. ارګ په بشپړه توګه د نظام د سقوط د فاجعې په تړاو فکر نه کاوه او يا يې هم همدغه غوښتل چې که هغوى په واک کې نه وي نو نظام دې نسکور شي.

طالبان د مختلفو لاملونو پر بنسټ پوهيدل چې برلاسي دي، حکومت نړولاى شي. د نظام چورلټ سقوط ته يې ملاتړلې وه او د بشپړ واک ترلاسه کولو هڅه يې کوله. دا چې طالبان ټول شموله حکومت جوړول، د ملت غوښتنه، د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستو ورکولو او په رسمیت پيژندلو لپاره د شرط په توګه ولې نه مني، کيداى شي لاندې لاملونه يې وي؛

لمړى دا چې دغه ډله په نورو افغانانو باندي د باور د نشتون په ويروس اخته دي. هغوى فکر کوي چې د طالبانو له ليکو څخه بهر ټول خلک د امریکا په فکري لومو کې نښتي، په فساد کې ښکيل او د خطرناک رنځ لرونکي دي چې ورسره د ګډ کار کولو له امله به طالبان هم د هغوى په ويروس اخته شي.

دوهم دا چې طالبان نه غواړي له نورو علمي او مسلکي زده کړو کادرونو سره د ګډ کار کولو په نتیجه کې له تحریک څخه بهر افغانان د هغوى په نيمګړتياو، تشو، بى نظميو، ګډوډيو او ژورو اختلافاتو باندي خبر شي. د معلوماتي تکنالوژي په اوسني پرمختللي دور کې هم طالبان د پخوانیو درباري خلکو تقليد کوي او خپلمنځي اختلافات پټوي. په انساني ټولنه کې اختلافات هيڅ ستونځه نه ګڼل کیږي ځکه چې د اختلافاتو د حل لپاره اوس وخت ډير ميکانيزمونه شتون لري.

دريم لامل يې کيداى شي دغه وي چې طالبان اوسنى ترلاسه کړى واک د خپلو شل کلنو  قربانيو محصول ګڼي او نه غواړي دغه ترلاسه کړي امتیازات له هغو خلکو سره شريک کړي چې له هغوى سره يې په شل کلنه جګړه کې برخه نه ده اخیستې.

په هر حال موږ د افغانانو ترمنځ د سولې يوه جامع هوکړه لیک غوښت، خو هغه خوب مو تعبير پيدا نشو کړاى. اوس طالبان که له ملت او نړيوالو سره تقابل کې قرار نلري نو په يوه ناڅرګند حالت او بن بست کې خو يقيناً قرار لري.

که د واک د انحصار لامل هر څه وي خو د هيواد ولس او په خپله د طالبانو خير پکې نشته. طالبانو له سترو قربانيو وروسته ارګ ته د ننوتلو وړتیا وموندله، مګر په اوسنيو شرايطو کې وضعیت داسې معلومیږي چې د طالبانو سرښندنې له سخت ګواښونو سره مخ دي د جګړې ګټلى ډګر يې له لاسه څخه د وتلو په حال کې دى.

د اسلامي امارت د چارواکو دغه بانه د توجیه وړ نه ده چې د افغانستان خلک امنیت ته اړتیا درلوده او امنیت په ښه کيدو دى. لمړى خو امنیتي وضعیت ټکنى دى تلپاتي نه دى. هره شېبه امنیت شديدا خرابيداى شي. مخالفين ځانونه تياروي او نړيوال ورسره مرستې ته را دانګي. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې که څوک امکانات، بهرنى ملاتړ او د جګړو لپاره  بانه که غير واقعي هم وي ولري نو د جګړو خلک پيدا کول ستونځه نلري.

زه د اسلامي امارت د چارواکو داخبره د منلو نه ګڼم چې نړيوال ټول ناروا او کفري غوښتنې لري. مسلمان باید د هغوى غوښتنې په هيڅ ډول نه ومني. د نجيب د حکومت له سقوط وروسته يقيناً لويديزوالو د افغانستان د هيرولو له امله ستره بيه ورکړه. دومره ستره بيه چې هغوى يې تصور هم نه وو کړى. اوس يقيناً غواړي چې له اسلامي امارت ښه اړيکې او يا هم اقلاً تعاملات د ځان د خوندیتوب لپاره ولري.

بل اړخ چې اسلامي امارت ورڅخه ښه ګټه پورته کولاى شي. له امریکا سره د چين او روسيې اقتصادي رقابت او د نړيوال مديريت په پوست باندې د امریکا د نه زغملو خبره ده. که اسلامي امارت ښه انډوليزه، منځلارې او په عيني واقعيتونو ولاړه بهرنى تګلاره ترتیب کړاى شي، نو هيڅ ستونځه به نه وي چې له نړئ سره په متقابل احترام ولاړې داسې اړيکې ولري چې په اوږدمهاله کې افغانستان په پرديو مرستو باندي د متکي هيواد پرځاى، نه يوازې په خپلو پښو ودريږي، بلکې له نورو سره مرسته کونکئ هيواد جوړ شي.

څرګنده خبره ده چې دغه کچې ته د رسيدو خوب  د واک په اوسني مطلقاً انحصاري او د نورو افغانانو د نفى کولو په تګلاره کې تعبير نشي پيدا کولاى. د پيغور خبره نه ده بلکې د يوه خواخوږي او د هيواد په مينه کې د يوه سرشار افغان مشوره ده چې د اسلامي امارت چارواکي د خپلو ډيرو زياتو نيمګړتياو له امله په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د مديريت وړتیا نلري.

له مياشتې څخه زيات وخت تير شو چې  هېواد مو د مشر،  قانون، نظام، مراوداتو، معاملاتو، تعاملاتو او سوداګريزو تحرکاتو په برخه د مطلق رکود په حال کې دى. ولس له بى شميره کړاوونو سره مخ دى او د ملي اړتیاو کچه پورته ځي. که اوسنۍ حاکمه ډله د اسلامي نظام په چوکاټ کې د مثبتو اغيزمنو او سترو بدلونونه په راوړلو کې پاتې راشي، افغانستان په نزدې راتلونکې کې له شديد اقتصادي، مديريتي او ډيره شونې ده چې امنیتي بحران سره هم مخ شي. دا هغه سناريو ده چې طالبان د همدغو بحرانونو د راتلو په پايله کې د جوړيدونکي صورت حال تصور هم ځوروونکى دى.

په درنښت، د ودان او سرلوړي افغانستان په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب