دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهلویډ اسټن، القاعده شبکه به بیا افغانستانه پر امریکا حملې وکړي

لویډ اسټن، القاعده شبکه به بیا افغانستانه پر امریکا حملې وکړي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۸)  د امریکا دفاع وزیر لوید اسټڼ وايي، القاعده شبکه، چې ۲۰ کاله پخوا یې د افغانستان له خاورې څخه په کار اخیستو پر امریکا حملې وکړې، د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښايي بیا فعاله شي.

ده دا خبره نن / پنجشنبه د خلیج د سیمې د هیوادونو د څلور ورځني سفر په پای کې په کویت کې یو شمېر خبریالانو ته وکړه، ویې ویل چې دا د دې ډول ډلو طبعیت دی.

اسټن زیاته کړه، امریکا چمتو ده چې افغانستان ته د القاعده د بېرته راتګ مخه ونیسي ځکه چې دا ډله بیا امریکا ته خطر پېښولی شي.

خو اسټن ونه ویل چې په څه ډول به په افغانستان کې د القاعده مخه نیسي ځکه چې نور امریکايي پوځیان په افغانستان کې نه شته.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې القاعده شبکې ته پناه ورکړې وه.

تر دې مخکې ګڼو د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو هم خبرداری ورکړی چې القاعده اوداعش به په افغانستان کې ځالې جوړې کړي او پر امریکا به بیا بریدونه وکړي.

د متحدو ایالتونو د کانګریس مخکښ غړي ګراهام روانه اوونۍ د امریکا ولسمشر ته په خطاب کې وویل، له افغانستان څخه به بیا په امریکا کې د تروریستي برید پلان جوړ شي او امریکا به مجبوره شي چې بیا افغانستان ته لاړه شي.

خو طالبان وايي، هماغسي چې یې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې ژمنه کړې، د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب