سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهټایمز د طالبانو په قول ادعا وکړه چې امرالله صالح تاجکستان ته...

ټایمز د طالبانو په قول ادعا وکړه چې امرالله صالح تاجکستان ته تللی

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) د هند نیوز ۱۸ خبري ویبپاڼې نن ادعا وکړه چې امرالله صالح، چې د ولسمشر غني له وتلو وروسته یې ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی، د طالبانو د حملو له زیاتېدو وروسته تاجکستان ته تللی دی.

نیوز ۱۸ د بریتانیا  د ټایمز ورځپاڼې په قول وايي چې طالبانو ورته ویلي چې امرالله صالح د پنجشېر له یو شمېر نورو قوماندانانو سره په هیلي کوپتر کې تاجکستان ته لاړ.

امرالله صالح نن په خپله فیسبوکپاڼه کې په یوه پیغام کې د طالبانو له لوري د پنجشېر د محاصرې او دې درې ته د درملو په ګډون د بشري مرستو د رسېدو د مخنیوي یادونه کړې او د طالبانو دا کار یې د بشریت پر ضد جنایت بللی دی.

خو صالح په دې اړه څه نه دي ویلي چې ګنې تاجکستان یا کوم بل ځای ته تللی دی.

خو ټایمز ویلي چې صالح وروسته له دې چې له افغانستانه ووت په خپله ټویټرپاڼه او فیسبوک کې ولیکل چې د پنجشېر خلک له ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دي.

امرالله صالح په ځلونو ویلي چې په هیڅ صورت به طالبانو ته غاړه کښېنږدي.

 له بلې خوا د پنجشېر له شاوخوا څخه راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړه لوري مقابلې خوا ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعا کوي.

طالبان وايي چې د پنجشېر ځینې ستراتیژیکې سیمې یې نیولي خو د هغوی مخالفه جبهه وايي چې د طالبانو حملې یې په شا تمبولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب