جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدا وروستی امریکايي پوځي دی چې له افغانستانه ووت

دا وروستی امریکايي پوځي دی چې له افغانستانه ووت

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د اعلامیې پر اساس، د متحدو ایالتونو د پوځ د ۸۲ فرقې قوماندان جنرال کریس داناهو وروستی امریکايي و چې C-17 الوتکې ته وخوت او له افغانستانه ووت.

د امریکا په وروستۍ الوتکه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېر او سرپرست سفیر راس ویلسن هم له کابله لاړ.

امریکا ویلي چې نور به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له قطره فعالیت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره شپه وویل، د دوی ټول ډيپلوماتان له کابله وتلي او په افغانستان کې یې سیاسي ماموریت ځنډولی دی.

دوې ورځې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې نور به په افغانستان کې سفارت نه لري. بریتانیا هم ورته اعلان کړی دی.

له بلې خوا الجزیره وايي، طالبانو ورته ویلي چې دولت به یې د امیرالمومنین تر مشرۍ لاندې وي، د مشرتابه شورا به لري او په دې شورا کې به ټولو خواوو ته برخه ورکوي.

دوی دا هم وايي چې له امریکا سره یې د شورا په ترکیب خبرې کړي، امریکا ورته ویلي چې کرزی، عبدالله، حکمتیار، محقق دې په شورا کې شامل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب