یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پنجشېر د نیولو لپاره عملیات پیل کړي

طالبانو د پنجشېر د نیولو لپاره عملیات پیل کړي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱) راپورونه وايي چې طالبانو پر پنجشېر، چې د دوی له کنټروله یوازینی وتلی ولایت دی، د ولکې د ټینګولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د یکشنبې په ورځ هغو کسانو ته، چې په پنجشېر دره کې دېره دي او ځان ته مقاومتچیان وايي، ۴ ساعته وخت ورکړی و چې یا تسلیم شي او یا به پرې برید وکړي.

د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په تېرو څو ورځو کې د بغلان د اندراب ولسوالۍ په څو سیمو کې بریدونه وکړل او هغه یې ونیولې خو پرون طالبانو دا سیمې بېرته ونیولې.

تاند ته د رارسېدلیو معلوماتو له مخې، طالبانو ویلي چې له احمد مسعود او په پنجشېر دره کې له نورو مقاومت کوونکو کسانو سره خبرو ته دوام ورکوي خو د دوی ځواکونه باید په پنجشېر کې حضور ولري.

د راپورونو له مخې، طالبانو د بدخشان، تخار او بغلان له لورو د پنجشېر خوا ته پرمختګ پیل کړی او د مقاومت کوونکو ځینې پوستې یې نیولي دي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبانو د ګلبهار له لوري هم د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی او که نه دی.

په همدې حال کې احمد مسعود ته نژدې کسان وايي چې دوی لا هم په پنجشېر کې دي او کومه سیمه یې له لاسه نه ده ورکړې.

له بلې خوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې اوس ځان د ولسمشر سرپرست بولي، پر خپله ټویټرپاڼه ادعا کړې کړې طالبان د پنجشېر په دوراوزه کې راټول شوي خو د مقاومت ځواکونو د سالنګ لویه لار بنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب