شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهطالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ ودانۍ نړولي

طالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ ودانۍ نړولي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۸) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، طالبانو د غزني ولایت د مالستان ولسوالي ودانۍ په بمونو الوزولې ده.

د دغه وزارت یوه ویندوی فواد امان د شنبې په ورځ ناوخته پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل، وسله والو طالبانو وروسته له دې چې مالستان ولسوالي ونیوله د هغې ودانۍ په بمونو والوزوله.

ښاغلي امان دا هم لیکلي چې دا ودانۍ یو مخ ویجاړه شوې ده.

دا په وروستیو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې طالبان پر یوه هزاره مېشته سیمه له بریده وروسته د هغې سیمې تاسیسات ویجاړوي.

راپورونه وايي چې طالبانو په دې ولسوالي کې د خاتم النبین پوهنتون ودانۍ هم ورانه کړې ده. خو دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له لوري تایید یا رد شوي نه دي.

د غزني سیمه ییزو چارواکو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د مالستان ولسوالۍ د ودانۍ له ویجاړېدو انکار نه کوي خو وايي، ممکن د هغو ماینونو له کبله دا ودانۍ ویجاړه شوې وي چې د ولسوالۍ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو.

ده نه دي ویلي چې ماینونه چا ایښي و.

تر دې وړاندې هم پر طالبانو د ګڼو ولسوالیو د ودانیو د ورانولو تور پورې شوی دی.

2 COMMENTS

  1. مجاهد ریښتیا وایي! طالبان ابادیګانې نه ورانوي! پاکستانیانو به ورانه کړې وي، هغوس چی طالبانو راوستلی دی!

  2. د بې ناموسه وطن پلورونکو بې شرمه او مفعول ویان بیریش ذبیح. په احتیاط ګرځه چې بل ځل دا ماینونه ستا په مردارې کونې در خطا نشي، دنیا په غولو ولړې. د پاکستاني خنزیر بچيه نه شرم لرې نه حيا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب